اکتوبر 16, 2019

کندوز: دښت ارچي کې ۳ ټانګونه تخریب، داربکي قومندان په ګډون ۶ تنه اربکیان او عسکر ووژل شول، ۵ نور ژوبل دي

کندوز: دښت ارچي کې ۳ ټانګونه تخریب، داربکي قومندان په ګډون ۶ تنه اربکیان او عسکر ووژل شول، ۵ نور ژوبل دي

له کندوز ولایت نه په رارسیدلي خبر کې ویل شوي تیره ورځ سهار شاخو۶ بجې د یادولایت دښت ارچي ولسوالۍ په مرکز اود نوموړي ولسوالۍ اړوند شیخ اباد سیمه کې له مزدور دښمن سره د مجاهدینو له لوري سخته جګړه ترسره شوه.

خبرزیاتوي جګړه لا هم جریان لري او په لړکې یې مجاهدین د ولسوالۍ بازارته ننوتلي دي.

د کره معلوماتو له مخې د دښمن ۳ ټانګونه تخریب شول.

دغه راز دشریرو اربکیانو د قومندان ( ولي جان ) په ګدون ۴ تنه اربکیان ، ۲ تنه عسکر ووژل شول، ۵ نور ژوبل دي.
۱ میل کلاشنکوف، ۱ لاسي بم په غنیمت ونیول شول.

په یاده نښته کې ۱ مجاهد شهید، ۳ نور ژوبل شول.

2015/11/18

Related posts