اکتوبر 16, 2019

هلمند: خانشین کې پوسته فتح ۱۳ ګوډاګیان قتل شوبله اوګڼ مهمات غنیمت شول

هلمند: خانشین کې پوسته فتح ۱۳ ګوډاګیان قتل شوبله اوګڼ مهمات غنیمت شول

دهلمند ولایت له خانشین ولسوالۍ نه په رارسیدلي تازه خبرکې دالاماره ویب پاڼي همکاروایې چې : دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ اړوند د قلعه سوز په سیمه کې دګوډاګي سرحدي پولیسو په امنیتي پوسته وسلوال بریدترسره شو

بریدچې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو له لږمقاومت وروسته پوسته په ټولیزه توګه فتح اوپکې میشت ګوډاګیانوته مرګ ژوبله واوښته چې د ۱۳ تنه وژل شویو پولیسو جسدونه یې په پوسته کې پاتي شوي

له دښمن څخه یوه شوبله ، ۴ ثقیلان ، ۱۲ کلاشنکوفونه ، یو راکټ ، یوه دهشکه ، ۲ اګایز ، ۵۰ صندوقه دثقیل اودهشکې مرمۍ ، اوګڼ شمېر نور ډول ډول مهمات غنیمت شول ۱ شوبله او ۲ رینجرموټریې وسوځول شول

دبریدپه مهال یوتن مجاهد زخمي اویوبل دشهادت لوړمقام ته ورسید ، تقبله الله تعالی

دیادوني ده چې بیګاه شپه دهمدي ولایت دسنګین ولسوالۍ دبازار اړوند د چیغک په سیمه کې هم ددښمن یوه پوسته په مخامخ جګړه کې فتح اوله ۳ نورو ګوډاګیان په تېښته ولاړل

2015/11/18

Related posts