اکتوبر 20, 2019

د زابل د جګړې په اړه د رسنيو راپورونه بې حقيقته او يوازې تبليغات دي

د زابل د جګړې په اړه د رسنيو راپورونه بې حقيقته او يوازې تبليغات دي
څو ورځې وړاندې د زابل په شمال کې د مجاهدينو او داعش ډلې د وسلوالو ترمنځ نښته وشوه چې په پايله کې يې ټوله سیمه داسلامي امارت مجاهدینو ترکنترول لاندي را غله .
د دې جګړې په اړه نن  سهار غربي  رسنيو راپورونه ورکړل چې جګړه لا هم دوام لري او په اړوند يې دا دروغ هم خپاره کړل چې دا جګړه د مجاهدينو د دوو ډلو تر منځ پېښه شوې او لا روانه ده.
دا جګړه چي شپږ  ورځې وړاندې شوې اوپه  ۲۴ ساعته کې  پای ته رسېدلې ده، د جګړې له سيمي موثق معلومات دا دي چې هلته دا څوورځي  هيڅ نښته نشته.
په سيمه کې د اسلامي امارت مجاهدينو د جګړې عوامل په بشپړه توګه له منځه وړي او اوس داسي لاملونه نشته چې له امله دې يې جګړه رامنځته شي.
قارمحمد يوسف احمدي د اسلامي امارت وياند
۱۴۳۷/۲/۲هق 2015/11/14 م

Related posts