اکتوبر 16, 2019

په هلمند کي هره ورځ ډارن دښمن ډیری سیمې له لاسه ورکوي

په هلمند کي هره ورځ ډارن دښمن ډیری سیمې له لاسه ورکوي
 
دګوډاګۍ ادارې لسګونه قوماندانان  سلګونه خارجي حشرباڼي او زرګونه اوباش جنګیالي  لا هم ندي توانیدلي چي د(عزم ) دبریدونوپه وړاندي ځانونه ټینګ کړي  له سهار نه تر ماښام پوري هره ورځ بلا ناغه دمجاهدینو پر مراکزو او اولسي سیمو تر سل ځله زیات بمبار کیږي  او ځمکني جګړه ماران یې په ورځ کي څو ځله پر مجاهدینو تعرضونه کوي  او هغو قرارګاوو ته چي دوی نشي ورتلای دپراشوټ له لارې وسلې مهمات او خوراکي توکي شوه کوي  خو بیا هم لله الحمد دا دشیطان لارویان  هم درانه مالي او ځاني زیانونه ویني او هم یې هره ورځ څوڅو پوستې او مرکز له لاسه وزي دا دی اوس تاسو ته دیوې هفتې راپور وړاندي کوم چي ددښمن کوم کوم مراکز له لاسه وتلي
د روان 2015 میلادي کال د 11 میاشتې په 3 تاریخ دهلمند ولایت دمرجې ولوالي دتروو اوبو په دښت کي یوه لویه قرارګاه او درې پوستې فتحه شوې او ډیره لویه سیمه مجاهدینو ونیوله لکه دچورچاراهي ، ملادوست محمد چاراهي ، کروچاراهي ، او دلوچاراهي خواته یې حرکت وکړ پدې جګړه کي دقوماندان شاولي په شمول لسګونه عسکر قتل شول او درې رینجران یوه کرولا موټر او په زیاته اندازه وسلې غنیمت شوې
او دسنګین دملا ادم نیکه په سیمه کي درې پوستې فتحه ۶عسکر قتل  وسلې یې غنیمت او نورمزدور او ډارن عسکر  وتښتیدل
په 4 تاریخ دمرجې ولسوالي دشورشورک دسیمې تندر قرارګاه فتحه لسګونه ګوډاګیان قتل ۵رینجران  او ۶ موټره مهمات او وسلې غنیمت  او تښتیدلي عسکر یې دلو چاراهي پر لاره له کمین سره مخ شول ۳رینجران  یې غنیمت شول او دوی دتلفاتو په لیدلو سره وتښتیدل
دنادعلي په چانجیر کي یې تعرض ناکام ۳خارجي عسکر او دماموریت دمعاون په ګډون ۴ مزدور عسکر ووژل شول یو ټانګ او یوه شوبله یې ویجاړ شول  او تیرته دلشکر ګاه لوري ته وتښتیدل
دسنګین له بازار سره دچوغک دلوړې دسیمې دوې پوستې فتحه ۲۶ تنه ګوډاګیان قتل ۲۲میله امریکایي توپکان او ثقیلان ۲راکټن ۲ هوانونه ۳لویې مخابرې ۵۰۰۰ لویې او وړې مرمۍغنیمت ۲شوبلې وسوځول شوې
او دمرجې دآوې ژرندو قرار ګاه فتحه دقوماندان محمد په شمول ۱۷ تنه ګوډاګیان قتل یوه شوبله ۳رینجران ۸میله امریکایي توپکان او ۲میله دهشکې او ۲ دشپې دوربینان غنیمت
په 5 تاریخ دمرجې دنهم بلا ماموریت او ۶ نورې پوستې فتحه ۲رینجران یو ټوډي موټر او وسلې غنیمت   همداراز دقاري صدي او عبادالله قلف له سیمي ۳ قرارګاوې او ۷پوستې وتښتیدلې
په 6  تاریخ دسنګین په استیشن کي یوه پوسته او دچوغک په سیمه کي ۵پوستې فتحه  او دمرجې په تریخ ناور کي یو ماموریت فتحه ۴رینجران  او وسلې غنیمت شوې
په 7تاریخ د مرجې په تریخ ناور کي ۴پوستې فتحه  ډیری عسکر مړه ژوبل یو زیکویک ۱۰۰۰ دراکیټ مر مۍ غنیمت 
دنادعلي شاول سیمه نري مانده کي هغه ۲۳ تنه عسکر چي په درو سرایو کي ځای پر ځای شوي ول  ددې لپاره چي  دسیمې حالات معلوم کړي ټول په یوه چاپه کي ووژل شول ۱۶ میله وسلې او یوه مخابره ترې غنیمت شوه
په 8 تاریخ  دسنګین په شین غزیانو کي دحاجي ګل اغا له پمپ سره یو ماموریت او یوه بله پوسته فتحه ۱۲ تنه ګوډاګیان قتل یوه شوبله یورینجر ۴۰ میله سپکه اودرنه وسله او ډیری مهمات غنیمت  همداراز دسنګین په کچولیانو کي ۲پوستې وتښتیدلې
او دګرشک په میرمنداب کي ۲پوستې فتحه ۶عسکر قتل په نهرسراج کي دسفر محمد پوسته فتحه  او دمرجې په تریخ ناور کي دوکیل وزیر دکلي ۲پوستې فتحه  او دسنګین داستیشن په دښت کي ۲پوستې فتحه ۴رینجران یوه شوبله او ډیری مهمات غنیمت  او دمرجې په لو چاراهي کي یې ۱۴ تنه مزدور عسکر په درازنوف توپکونو وویشتل
په 9 تاریخ  دسنګین دشین غزیانوپه سیمه کي یو لوی داجیرې اوردو مرکز فتحه ۲۷ تنه ګوډاګیان قتل ۷شوبلې وسو ځول شوې ۱۷ میله سپکه اودرنه وسله غنیمت
په 10 تاریخ د سنګین په کجګر کي ۳پوستې فتحه مزدور عسکر وتښتیدل  او دنادعلي په سید آباد کي یوه لویه قرارګاه فتحه ۱۷ تنه ګوډاګیان قتل ۲شوبلې وسوځول شوې ۱۵ میله سپکه اودرنه وسله غنیمت  او دسنګین بازار دقندهار اډه کي ۲پوستې فتحه  مزدور عسکر وتښتیدل او همداراز دسنګین  دچینې مانده سیمه کي پر غزیدلي سړک ۲پوستې فتحه ۵عسکر قتل وسلې یې غنیمت شوې او نور ګوډاګیان وتښتیدل
له ې څخه علاوه ددښمن سلکونه مزدور عسکر په کمینونو او بریدونو او ماینونو په انفجاراتو کي له منځه تللي دي ۰
قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۷/۱/۲۹هق 2015/11/11م

Related posts