اکتوبر 20, 2019

هلمند: سنګین کې ۳پوستې فتح ګڼ شمېرمهمات غنیمت شوي

هلمند: سنګین کې ۳پوستې فتح ګڼ شمېرمهمات غنیمت شوي

دهلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : بیګاه ماسخوتن ۱۰ بجې دیادي ولسوالۍ دبازار دکندهار آډې په سیمه کې دګوډاګي عسکرو اوپولیسو په ۲ امنیتي پوستو وسلوال بریدونه ترسره شول

بریدونه چې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو له لږمقاومت وروسته دواړې پوستې په ټولیزه توګه فتح اوپکې میشت ګوډاګیان دتلفاتوپه لیدلو سره په تېښته بریالي شول

په یادوپوستوکې یو امریکایي ثقیل ، یوامریکایي ټوپک ، اونورډول ډول مهمات په غنیمت ترلاسه شوي اومجاهدینوته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

همداراز دشپې ‍۱۲ بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د چیني مانده په سیمه کې هم ددښمن په ۲ پوستو وسلوال بریدترسره شو چې په پایله کې یې ددښمن یوه پوسته فتح   د ۵ تنه وژل شویو ګوډاګي پولیسو جسدونه یې دجګړې په ډګر پاتي شوي ، ۲ ثقیلان ، یوکلاشنکوف اوګڼ شمېر مهمات غنیمت شوي

دیادوني ده چې بیګاه شپه   دنادعلي ولسوالۍ دسیداباد په سیمه کې ددښمن یوه مهمه قرارګاه دوسلوال بریدپه ترځ کې فتح ۱۷ ګوډاګي پولیس قتل اوګڼ مهمات یې غنیمت شوي

2015/11/11

Related posts