اکتوبر 20, 2019

پکتیا: زرمت کې ۱ تن ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو نه وژغورل شو

پکتیا: زرمت کې ۱ تن ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو نه وژغورل شو

له پکتیا ولایت نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوی تیره ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو د یاد ولایت  په زرمت ولسوالۍ کې د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د عیسی خیلو د کلي ۱ تن تښتول شوی ماشوم ( جاوید د سیداحمد زوی ) د سړي تښتونکو له ظالمو منګولو نه را خلاص کړ او تښتونکي جنایت کاران ونیول شول.

د خبر په حواله نوموړی ماشوم یوه میاشت وړاندي د سړي تښتونکو لخوا د ګردیز له ښار څخه برمته شوی و، چی تيره ورځ  دزرمت د مجاهدینو له لوري د خاصو عملیاتو په پایله کې سړي تښتونکي ګير او ماشوم يې له منګولو نه وژغور ل شو. په سیمه کې مسئولو مجاهدینو الاماره ته وویل ، چي د یاد ماشوم تښتونکي به د اسلامي شریعت په رڼا کې په خپلو سزا ورسوی.

څو ورځي مخکې هم د اسلامي امار ت مجاهدینو د ننګرهار به اچین کې ۱ تن تاجر د تښتونکو له منګولو نه ژغورلی و او د سیمي خلکو له مجاهدینو نه په دي کارسره زیاته خوښي څرګنده کړی وه .

2015/11/11

Related posts