اکتوبر 16, 2019

په کندز کې د کابل ادارې د وحشتونو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په کندز کې د کابل ادارې د وحشتونو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

وروسته له هغه چې د کابل ادارې مزدورو ځواکونو په کندز کې دمجاهدینو په وړاندې له شرمونکی ماتې سره مخ شول، نو يې د دغه ښار او ولسواليو دبیرته نیولو لپاره په عام وژنه او پراخ وحشت لاس پورې کړ.

وړمه ورځ يې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د زرکمر او شهروان په سیمو کې د عامو خلکو ګڼ کورونه  په ډي سي توپونه ويشتلي او کورونه يې په داسې حال کې وران کړي چې له ښځو، او ماشومانو ډک وو، په دغه لړۍ کې يې لسګونه ښځې او ماشومان شهیدان کړي، دملکي خلکو ګڼ مالونه يې له منځه وړي اوخلک يې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.
همدا راز يې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم په وحشت لاس پورې کړي، د جنرال مراد علي مراد په امر دخلکو دهستوګنې کورونه نښه کوي، په پرلپسې ډول کورونه نړوي او عام خلک چې اکثره په کې ماشومان اوښځې دي په شهادت رسوي.

اسلامي امارت دکابل ادارې دغه وحشیانه کړنې چې د ملکي خلکو دتلف او زیان سبب ګرځي په کلکه غندي او په ملت غږ کوي چې ان شاءالله ډير ژر به د دغو مجرمین له وحشت څخه نجات ورکړل شي او د همدې ولس د ژغورنې لپاره زرګونه مجاهدینو خپل سرونه په لاس کې اخيستې او قرباني ورکوي.

اسلامي امارت دغه  وحشت ته د بشرپالو ادارو پام  هم راګرځوي او په جدي توګه ترې غواړي چې ددغه راز وحشي کړونو په وړاندې چې په مطلق ډول ملکي خلک په کې تلف او زیانمن کيږي دريځ ونيسي، مرموزه تسامح ونه کړي اونور مجرمینوته په خاموشۍ سره د وحشت د دوام جرئت ورنکړي.

همدا راز اسلامي امارت له آزادو اوخپلواکو رسنیو څخه هم غوښتنه کوي چې دخپلو خلکو په وړاندې د مسئولیت په اساس دغه پيښې خپرې کړي ترڅو هیوادوال او نړيوال پرې خبر شي او دمخ نیوي لپاره يې ګامونه پورته شي.

په لاندې ویډيو ګانو کې تاسو د کندز د امام صاحب او دشت ارچي په اړه د عامو خلکو غږ او پرهغوی دظلمونو نمونې کتلي شئ.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۱/۲۸هـ ق

۱۳۹۴/۸/۱۹هـ ش ــ 2015/11/10م

Related posts