اکتوبر 16, 2019

د فراه په ولایت کې سلګونو تنو د اسلامي‌امارت په ملاتړ ستره غونډه وکړه(ږغیز راپور)

د فراه په ولایت کې سلګونو تنو د اسلامي‌امارت په ملاتړ ستره غونډه وکړه(ږغیز راپور)

له فراه ولایت نه زموږ مطبوعاتي‌نماینده خبر راکړ، تیره ورځ د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د فراه او نیمروز ولایتونو د مختلفو ولسوالیو د ګڼ شمیر علماء کرامو،قومي سپینږیرو او عامو ولسي‌خلګولخوا یوه سرته غونډه جوړه شوه.

خبر زیاتوي په غونډه کې د ګډون کوونکو شمیر چې ۶۰۰ تنو ته رسیدی دوسوه تنه یې یوازي علماء کرام وو.

په د ې ستره غونډه کې علماء کرامو او جهادي‌قومندانانو د موضوع په ارتباط خبرې وکړي،عام خلګ یې اتحاد او اتفاق ته راوبلل او د اختلاف او ډلبازیو په زیانونو یې د غونډې برخوال خبر کړل.

په غونډه کې ټولو علماوو او د غونډې برخوالو د اسلامي امارت له زعیم امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره سره خپل ملاتړ اعلان کړ او د فراه او نیمروز په ولایتونو کې یې د نورو ډلو وجوداو دنوی ډلې د امیر ټاکلو خبره په کلکه وغندله او دا ډول هڅې یې د مسلمانانو په منځ کې د تفرقې اچولو یو اقدام وباله.

موږ ددې غونډې له یو تن برخوال عالم سره خبرې کړې تر څو مو دغونډې له نوره جریانه په تفصیل خبر کړي د لاندي لینک له لارې مرکه اوریدلی شئ

مرکه له دې ځایه خپل کمپیوټر ته ډاونلوډ کولای شئ

Related posts