اکتوبر 20, 2019

هلمند: سنګین کې مهمه قرارګاه فتح ۲۷ ګوډاګیان قتل ۷شوبلي ویجاړي ګڼ مهمات غنیمت شول

هلمند: سنګین کې مهمه قرارګاه فتح ۲۷ ګوډاګیان قتل ۷شوبلي ویجاړي ګڼ مهمات غنیمت شول

دهلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ نه دالاماره ویب پاڼي همکار دتازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : بیګاه ماسخوتن لس بجې دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ مرکز ته څیرمه دشینغزیانو ددښت په سیمه کې دګوډاګي عسکرو په مهمه قرارګاه وسلوال بریدترسره شو

بریدچې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي پوره دوه ساعته یې دوام وکړ

دبریدپه پایله کې یاده قرارګاه په ټولیزه توګه فتح پکې ۲۷ تنه ګوډاګیان قتل شول چې جسدونه یې اوس هم په سیمه کې پراته دي اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول

په قرارګاه کې ولاړي ۷ شوبلې وسوځول شوي ، ۴ امریکایي ثقیلان ، ۱۱ امریکایي ټوپکونه ، یو  ایس   پي جي ناین توپ ، یوچریکي هاوان اوګڼ شمېر ډول ډول مهمات غنیمت شول

دبریدپه مهال یوتن مجاهدهم زخمي شوی نور لله الحمدمجاهدینوته هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

2015/11/10

Related posts