اکتوبر 16, 2019

د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د آبقول د سړک جوړولو کار د مجاهدینو لخوا پيل شو

د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د آبقول د سړک جوړولو کار د مجاهدینو لخوا پيل شو

د بغلان په ولایت کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د هغه سړک د جوړولو کار پيل شو چې د آبقول سیمه له مرکزي بغلان ولسوالۍ سره نښلوي.

ددغه سړک د جوړولو کار چې څه باندې ۶ کیلومتره اوږدوالی لري، د مجاهدینو لخوا د سیميزو خلکو په همکارۍ پيل شوي او هڅه کیږي چې سړک دخلکو د آسانۍ لپاره ژر تر ژره تیر او ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

اګرکه د مجاهدینو امکانات ډير محدود دی، خو ترخپله وسه د خلکو دسهولت او ژوند د ښه کولو لپاره هاند او هلې ځلې کوي.

په تصویرونو کې تاسو دهغه کار د جریان یوه برخه ګورئ چې د یاد سړک د جوړولو لپاره روان دی.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۱/۲۸هـ ق

۱۳۹۴/۸/۱۹هـ ش ــ 2015/11/10م

Related posts