اکتوبر 16, 2019

تازه خبر: ننګرهار خوګیاڼوکې ۱۱ پولیس قتل،۱۶ نور ژوبل شول

تازه خبر: ننګرهار خوګیاڼوکې ۱۱ پولیس قتل،۱۶ نور ژوبل شول

له ننګرهار ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي نن سهار شاوخوا ۵ بجې د عزم عملیاتو د توند اوګړندي بهیر په ترځ کې د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د مملي قیوم خیلو په سیمه کې د ګوډاګي دښمن پر ۲ امنیتي پوستو د اسلامي امارت مجاهدینو د سپکو او درنو وسلو پراخ تعرضي بریدونه ترسره کړل.

خبرزیاتوي د بریدونو په جریان کې دواړي پوستې په بشپړه توګه ویجاړې شوي، ۷ تنه پولیس قتل او ۱۱ نور ژور ټپیان شول.

وروسته سیمي ته د کومک په موخه نور ګڼ شسمیر پولیس یادې سیمي ته پر لار وو چي د مجاهدینو له لوري د ځای پرځای شویو ماینونو ۲ پر لپسي چاودني ورباندي ترسره شوي.

د کره معلوماتو له مخې په یادو چاودنو کې ۱ MB ټانک، ۱ عراده رینجر تخریب شول، په کې سپاره ۴ پولیس مړه او ۵ نور سخت ژوبل شول.

په یاده نښته کې ۱ تن مجاهد هم شهید شو او ۳ نور ژوبل دي.

د اپه داسي حال کې ده چي د هلمند په مارجه کې هم د دښمن په لسګونو عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي او دالړۍ لاهم ګړندۍ روانه ده.

2015/11/9

Related posts