اکتوبر 24, 2019

افغانستان د۲۰۱۵ کال دفروري په میاشت کي

افغانستان د۲۰۱۵ کال دفروري په میاشت کي

(یادونه : څنګه چي ډیری رسنیو خپله ازادي له لاسه ورکړې ده او څنګه چي بهرني اشغالګر او داخلي لاسپوڅي دخپلو تلفاتو او زیانونو په اړه رښتوني معلومات نه خپروي، په دغه لیکنه کې هغو پیښو، تلفاتو او زیانونو ته اشاره شوې  کوم چې دښمن پرې  اعتراف کړی،همداراز دځینو رسنیو راپورونو او دعیني شاهدانو خبرو ته هم ځای ورکړی شوی. د تلفاتو او زیانونو کره شمېرې  په الاماره او نورو خبري سایټونو کې کتلای شئ)

ددښمن تېښته

دتیري میاشتي په لومړیوورځو  کي ځینو لويديځو رسنیو په افغانستان کي دامریکاداطلاعاتي مرکزونو په حواله خبر ورکړ، چي د۲۰۱۴ کال په ترڅ کي دملي اردو له لیکو څخه ۳۰ زرعسکر تښتېدلي دي، په دغه راپور کي دبهرنیو پوځیانو دعمومي قومندان جنرال جوزف اندرسن له قوله ویل شوي وو، چي د۲۰۱۴ کال تر اکتوبر میاشتي پوري په اصطلاح دملي اردو ۲۰ سلنه منصبونه خالي پاته وو، داردو دتېښتي لاملونه دمجاهدینو دبریدونو زیاتوالی او دعسکرودتلفاتو ډېرېدل او په رژیم کي ادارې فساد په ګوته شوي وو.

داجیرې اردو ترڅنګ دپولیسو لیکي هم خالي شوي دي، دتیري میاشتي په لومړیو ورځو کي دفارن پالیسي خپروني دافغانستان دبیارغوني لپاره دامریکادپلټونکي ادارې (سیګار)له قوله وویل، چي درې لکو کسانو ته دپولیسو دهویت کارتونه اجرا شوي دي، په داسي حال کي چي دپولیسو شمېره یولک ۵۷ زره ده، یادي خپروني دسیګار په حواله ليکلي وو، چي له هغو دریو لکو پولیسو څخه چي دهویت کارتونه ورته و رکړل شوي یوازي اوس یولک ۵۷ زره پولیس موجود دي.

دیرغلګر دښمن تلفات او زیانونه

دتیري فروري ماشتي په څلورمه  نېټه مجاهدینو دننګرهار ولایت د نازیانوولسوالۍ دلال منډۍ په سیمه کي دامریکایانو یوه چورلکه نسکوره کړه، چي پکي سپاره ټول بهرني او داخلي عسکر ووژل شول، دغه چورلکه په داسي مهال نسکوره شوه، چي په سیمه کي بهرنیو او داخلي عسکرو چاپه اچوله او ټوله شپه مجاهدینو جګړه ورسره وکړه، چي سهار يې چورلکه وویشتله او نسکوره يې کړه، په دې اړه امریکایانو ځانونه غلي کړل او څه يې ونه ویل.

دفروري میاشتي په ۲۶ نېټه دکابل په وزیراکبر خان  سیمه کي دناټوپه کاروان فدايي برید ترسره شو، چي دناټو له بیان سره سم ددوی یومامور پکي وژل شوی، په پېښه کي دناټو یوبل مامور ټپي شوی دی، خو دعیني شاهدانو او مجاهدینو له راپورونو سره سم په دغه پېښه کي ګڼه مرګ ژوبله ددښمن عسکرو ته ور اوښتې ده.

دتیري میاشتي په ۲۷ نېټه دامریکایانو یوه بې پيلوټه الوتکه دلوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کي نسکوره کړای شوه، مجاهدینو دغه الوتکه دڅرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعیل سیمه کي وویشتله او نسکوره کړه، چي خپله دښمن هم پرې اعتراف وکړ.

دداخلي عسکرو په لیکو کي تلفات

دفبروري په ۲ نېټه دکندهار په میوند ولسوالۍ کي دوو تنو نفوذی مجاهدینو په پوسته کي دقومندان په ګډون اوه پولیس ووژل.

دفروري په ۶ نېټه ماخوستن شاوخوا اته بجې دوو تنو اتلو فدايانو دکندهار ښار په څلورمه او نهمه امنیتي حوزه بریدونه پيل کړل، جګړې چي تر دریو ساعتونو ډیر وخت يې دوام وکړ، دښمن ته پکي ډیرځاني زیان ورسیدو، که څه هم رسنیو دکندهار دچارواکو له خولې وویل، چي په جګړه کي څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، ولي دطالبانو دویاند قاري محمد یوسف په خبره، چي په دغه جګړه کي دقومندان په ګډون ۲۵ تنه پولیس ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي وو.

دفروري په ۱۰ نېټه غرمه مهال څلور تنه فدایان دکندوز ولایت ا منیه قومندانۍ ته په داسي مهال  ننوتل، چي هلته دروزني لپاره شاوخوا ۴۰۰ تنه پولیس راټول شوي وو او پولیسو سره يې جګړه پیل کړه، دغه برید چي درې ساعته روان وو، ګڼ شمېر پولیس پکي ووژل شول، که څه هم رژيم دخپل یوه تن پولیس دوژلو او درې تنو دټپي کېدلو خبر ورکړ، خو عینی شاهدانو وویل، چي ګڼ شمېر پولیس يې لیدلي، چي په جګړه کي له ټپي کېدلو او وژل کېدلو وروسته له امنیه قومندانۍ څخه را ایستل کېدل.

دغزني چارواکو اعتراف وکړ، چي دفروري په ۱۱ نېټه دغزني په اندړو ولسوالۍ کي دماین چاودني داجیرې اردو درې عسکر ووژل او دوه تنه نور يې ټپیان کړل.

دتیري میاشتي په ۱۱ نېټه مجاهدینودننګرهار ولایت دخوږیاڼو ولسوالۍ په هاشم خیلو سیمه کي هغه عسکر په عام محضر کي اعدام کړ، چي څو کاله وړاندي يې په پکتیاولایت کي یومجاهد تر شهادت وروسته په ټانګ پوري تړلی او کش کړی وو، داسماعیل په نوم دغه د اجیرې اردو عسکر دمجاهدینو له لوري ونیول شو او دجرم تر اثبات وروسته يې په خپله سزا ورساوو.

په سرپل ولایت کي دتیري میاشتي په ۱۴ نېټه دوه مهم قومندانان له خپلو پنځوسو ملګرو سره یوځای ددښمن له لیکو راووتل او له مجاهدینو سره یوځای شول، دشیرم ولسوالۍ او قدم جای دسیمي دغه دوه تنه قومندانان هر یوخال محمداو ګلبدین له ګڼو وسلو او پوځي مهماتو سره دمجاهدینو لیکو ته داخل شول او ورسره په سیمه کي ددښمن په مرکزونو او پوستو سختي جګړې پيل شوې، دسرپل مرکز ته څېرمه دبلغلي په سیمه کي په دښمن وسله وال بریدونه ترسره شول، چي سیمه يې دعسکرو له وجود څخه پاکه کړه، دسرپل چارواکو هم ومنله، چي دوه قومندانان يې له خپلو ملګرو او وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي، دسرپل دپولیسو مشر وویل، چي دسرپل له مرکز څخه په ۱۸ کيلومترۍ کي دبلغلی سیمه وروسته ترهغه طالبانو ونیوله، چي په سیمه کي دسیمه يیزو پولیسو دوه قومندانان له خپلو کسانو او وسلو سره له طالبانو سره یوځای شول، وروسته دښمن  دسرپل دشيرم ولسوالۍ، قدم جای او بلغلي سیمو په ګډون په ځینو سیموکي دمجاهدینو په ضد عملیات پيل کړل، او دخپل پرمختګ او دطالبانو دتلفاتو ادعا يې هم کړي دي، خو په سرپل ولایت کي عیني شاهدانو او دسیمي اوسیدونکو رسنیو ته ويلي، چي مجاهدین اوس هم په خپلو ځایونو کي دي او دښمن هیڅ ډول پرمختګ نه دی کړی.

دفروري میاشتي په ۱۷ نېټه څلور تنو فدايي مجاهدینو دلوګر په امنیه قومندانۍ فدايي بریدونه ترسره کړل، برید غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې په داسي مهال پیل شو، چي تر۱۵۰ پوري پولیس په قومندانۍ کي په ډوډۍ خوړلو بوخت وو، دوو تنو فدایانو دقومندانۍ په دوو دروازو کي په ولاړو پهره دارانو برید وکړ، کله چي پهرداران له منځه یووړل شول او لاره خالي کړای شوه، دوه تنه نور فدایان  له فدايي واسکټونو، لاسي بمونو او سلو سره قومندانۍ ته ننوتل او په مطعم کي يې په موجودو عسکرو برید پيل کړ، جګړه چي درې ساعته روانه وه، درژیم په خبره ۲۲ پولیس پکي ووژل شول او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان شول، طالبانو وویل، چي ۱۵۰ تنه عسکر چي په ډوډۍ خوړلولګیاوو او ۲۰ تنه پهرداران ټول ټپیان او وژل شوي دي، عیني شاهدانو هم ویلي، چي لسګونه عسکر پکي وژل شوي دي.

دفروري په ۲۲ نېټه ددایکندی په کجران ولسوالۍ کي مجاهدینو ددښمن په خلاف پراخ تعرضي بریدونه پيل کړل، چي ددې میاشتي تر۲۵ورځي لا روان وو، که څه هم ددغو جګړو په اړه ددایکندی رژيم یوازي دخپلي بې وسې او ناتواني اقرار وکړ، خو دتلفاتو په اړه يې څه ونه ویل.

تیره میاشت دښمن په کندز کي هم عملیات پيل کړل، دغه عملیات چي تر ډیره دامام صاحب په ولسوالۍ متمرکز وو دکندز دچارواکو په خبره چي ۱۴ عسکر يې پکي ووژل شول او شاوخوا ۶۰ تنه یې نور ټپیان شول، دښمن دمجاهدینو دتلفاتو راپورونه هم وکړي دي، خو  مجاهدینو دغه تلفات درواغ بللي اوویلي دي، چي هيڅ حقیقت نه لري.

دتیري میاشتي په ۲۱ نېټه درژيم اړوند دفاع وزارت وویل، چي په تیرو څلرویشت ساعتونو کي په هلمند، کندهار، غزني اوکونړ کي يې دجګړو او چاودنو په ترڅ کي شپږ داردو عسکر وژل شوي دي.

دفروري په ۲۱ نېټه دپکتیادملی امنیت یوافسر په مرکز ګردېز ښار کي ووژل شو، دتیري میاشتي په ۱۶ نېټه په میوند ولسوالۍ کي دیوه برید په ترڅ کي دښمن دشپږ پولیسو په وژلو اعتراف وکړ، مجاهدینو وویل، چي دقومندان په ګډون يې ۶ اربکیان وژلي او ګڼي وسلې يې ورڅخه غنیمت نیولي.

دفروري په اتلسمه نېټه دپکتيکادشخیل اباد ولسوالۍ امنیه قومندان له خپل يوه ساتونکي سره دماین په چاودنه کي ووژل شو، نوموړی چي له کور څخه دولسوالۍ په لوري روان وو دماین ښکار شو، په همدې ورځ دزابل دشاجوی ولسوالۍ امنیه قومندان دلاسي بم په  چاودنه کي دخپل زوی او شپږو ساتونکو په ګډون ټپي شو، چاودنه چي دنوموړي په مېلمستون کي وشوه، دوه ساتونکي يې وروسته دسختو ټپونو له امله ووژل شول، مجاهدینو وویل، چي دیادي ولسوالۍ په اربکي قومندان محمدالله یوه فدايي برید ترسره کړ، چي ۱۰ تنه یې دقومندان په ګډون سخت ژوبل کړل او په پای کي مجاهدبیرته روغ راستون شو، نوموړي دلاسي بمونو په وسیله برید وکړ او ډزي يې پرې کړې  وې.

دتیري میاشتي په ۱۹ نېټه دکندهار  دسپين بولدک په بازار کي تکتیکي فدايي برید ترسره شو، لومړی مجاهدینو په ۱۲ بجې دښائسته پمب ته ورڅېرمه موټر سائيکل ته چاودنه ورکړه، چي کله دپيښي ځای ته ګڼ شمېر پولیس  او داردو عسکر راغلل، نو په سیمه کي دوو تنو مجاهدینو چي لاله وړاندي په کمين کي ورته  ناست وو او دپولیسو جامې يې په تن وې په راغلیو عسکرو یوناڅاپي برید وکړ، جګړه چي څه  کم یوساعت روانه وه، ګڼ شمېر عسکر پکي ټپیان او ووژل شول، په سیمه کي عیني شاهدانووویل، چي دوی زیات شمېر پولیس ولیدل، چي دجګړې په سیمه کي وژل شوي پراته وو، خو دکندهار چارواکو وویل، چي یوازي یو پولیس پکي وژل شوی او ۸ تنه عسکر پکي ټپیان شوي دي، دطالبانو ویاند وویل، چی په جګړه کي ۳۰ عسکر ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

په هلمند کې ددښمن دعملیاتو شکست

دفروري دمیاشتي په ۱۵ نېټه ۷۰۰۰ لاسپوڅو عسکرو په هلمندولایت کي ځانګړي علمیات پيل کړل،  مزدور عسکر لومړی دګرشک ولسوالۍ په باباجي سیمه کي له سخت مقاومت سره مخ شول، وروسته په سنګین، نهرسراج، خانشین او مارجه کي سخت مقاومت په هغو لومړیو ورځو کي ورسره وشو، یوازي  دفروري په ۱۸ نېټه دمارجې په ترخ ناور کي  یې ۷ پوځي ګاډي ویجاړ او تر۳۰ زیات عسکر پکي ووژل شول، په ۱۹ نېټه په مارجه کي ۱۱ ګوډاګیان ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول او یوه شوبله يې ویجاړه شوه، که څه هم رژیم ددې لپاره چي عسکر يې دجګړې مورال لا نور ونه بايلي، ددې تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو دسیمي خلک يې شاهدان وو.

دفروري په ۱۹ نېټه درژیم اړوند دهلمندولایت امنیه قومندان نبی جان ملاخیل ومنله، چي عملیات يې ورو  روان دي، رژيم په هلمند کي دعملیاتو ترڅنګ دهلمند په ګاونډیو ولایتون کي هم عملیات پيل کړل، دتیري میاشتي په وروستۍ اونۍ کي یوازي په سنګین ولسوالۍ کي درژيم ۳۲ ټانګونه او رینجر ویجاړ شول او تر۱۶۹ زیات عسکر يې ووژل شول، که څه هم رژیم په خپلو تلفاتو پرده اچوي او رسنیو ته دخپلو تلفاتو په اړه راپور نه ورکوي، خو دبی بی سي ځايي خبریال چي دسنګین ولسوالۍ ته تللی وو، هغه وویل، چي سنګین ته په غځېدلي سړک دعسکرو دویجاړو شویو ګاډو ټوټې څرګندوي، چي په سیمه کي سختي جګړې شوي دي، نوموړي ویلي، چي په سړک دعسکرو سوځول شوي او په ماینونو الوځول شوي دموټر ټوټې پرتي دي، نوموړي وویل، چي عسکر تراوسه له سړک څخه نوروسیمو ته نه دي ښکته شوي، بلکه یوازي سنګین ته په غځېدلي سړک ولاړ دي، دحالاتو شنونکو هم دغه عملیات ناکام بللي دي او ویلې دي، چي تراوسه هیڅ ډول پرمختګ داخلي عسکرو نه دی کړی،  اوس مهال دهلمند ولایت په سنګین او ترخ ناوره سیمو کي جګړې رواني دي، چي هره ورځ رژیم ته درنده مرګ ژوبله اوړي.

ددښمن په خپلي ماتي او دمجاهدينو په قوت اعتراف

دبدخشان دوالي مرستیال ګل محمدبیدار دتیري مياشتي په ۱۱ نېټه وویل، چي د دې ولایت په شپږو ولسوالیوکي طالبان پراخ نفوذ لري او دوی  له طالبانو سره دجګړې توان نه لري.

دتیري مياشتي په ۱۴ نېټه په افغانستان کي دبهرنیانو جنرال کمپبل وویل، چي د۲۰۱۵ کال جګړو ته اندېښمن دی او دا جګړې به ډیري قوي وي، نوموړي وویل، چي دطالبانو راتلونکي بریدونه به ډیر قوي او زورور وي.

دتیري میاشتي په ۱۷ نېته درژیم اړوند دکورنیو چارو وزارت معین ایوب سالنګي یوې غونډي ته وویل، چي ددوی عسکر دده په ویناله مخالفینو سره دجګړې توان نه لري، نوموړي وویل، چي عسکر يې بشپړ تجهیزات نه لري.

جنایات:

دفروري په ۴ نېټه په هرات ولایت کي داردوعسکرو په یوه سپين ږيري په قصدي توګه ډزي وکړې او هغه يې په شهادت ورساوو، دتیري میاشتي ۳ نېټه اربکیانو دپکتیکاولایت په یحی خيلو ولسوالۍ کي د۱۵ علماوو کورونه او یوه مدرسه وسوځول او سامانونه یې خپلو پوستو ته ورسره یووړل او په خپلو منځو کي يې سره تقسیم کړل، همداراز يې سلو کورونو ته اخطار ورکړ، چي سیمه دي پرېږدي،رژیم په هرات کي دتیري میاشتي په ۷-۸  نېټه دولسي خلکو تر۱۰۰۰ زیات موټرسائيکلونه ونیول او خلک يې له یوشمېر ستونزو سره مخ کړل.

دفروري په نهمه دولسي جرګې دغړي شریف الله کامه وال ساتونکو چي غوښتل يې دکابل په شاه شهید سیمه کي دخلکو ځمکي غصب کړي، له خلکوسره جګړه وکړه او ۳ تنه ولسي وګړي يې ټپیان کړل، چي دیوه تن روغتیايي حالت نازک وو.

دتیري میاشتي په لومړۍ نېټه داسي راپورونه ورکړل شول، چي اربکیانو دفاریاب په قیصار ولسوالۍ کي دوه سوه کورونه سوځولي او ګڼ شمېر نورو کورونو ته يې له سیمي دوتلو امر کړی دی، اربکیانو په سیمه کي دیوې میرمني او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه هم  شهیدان کړل.

.دفروري دمیاشتي په ۱۱ نېټه ددښمن بې پيلوټه الوتکي دننګرهار ولایت دنازیانو په سپيني ژی سیمه کي دوه تنه ولسي وګړي په شهادت ورسول.

دفروري په ۱۳ نېټه دجمعې په ورځ دملي اردو عسکرو دآله سای ولسوالۍ په مرکز کي دډزو په ترڅ کي ۲۰ لمونځ کونکي ټپیان کړل، درژيم اړوند دکاپیساچارواکوبیاویلي، چي په ډزو کي ۱۰ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، خو معلومه کړې يې نه ده، چي  دچاپه ډزو کي ټپيان شوي، خو رژیم هر وخت خپل جنایات پټوي.

دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي دذوالفقار دعملیاتوپه لومړیو ورځو دتیري میاشتي په ۱۶ نېټه  اردو، پولیسو او اربکیانو د مالمندپه بازار کي دوه سوه دوکانونه او یو دموټرو پلورنځی چي لسګونه موټر پکی ولاړ  وو وسوځول، دهلمند دعملیاتو عمومي قومندان دادان لونګ دخلکو ترشکایت وروسته ویلي وو، چي دوی دغه دوکانونه ځکه وسوځول، چي دده په باور طالبانو ماینونه پکي جوړول.

دتیري میاشتي په ترڅ کي درژيم عسکرو دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کي سلګونه کورونه او باغونه نړولي دي، دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چي درژيم عسکرو په دغې ولسوالۍ کي سلګونه کورونه او باغونه نړولي دي، دبی بی سي ځايي خبریال هم سيمي ته تر تللو وروسته په یوه راپور کي  دتیري میاشتي په ۲۷ نېټه وویل، چي د سنګین د۵۰ کیلومتره سړک په شاوخواکي دعسکرو ماشينونه دکورونو او باغونوپه نړولو لګیا دي.

ځینو رسنیو خبرورکړ، چي دتیري میاشتي په ۱۹ نېټه دپکتیاولایت په زرمت ولسوالۍ کي دبهرنیو اشغالګرو په هوايي برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شول، دتیري مياشتي په ۱۸ نېټه دننګرهار په خوږیاڼوکي هم دبهرنیانو په هوايي برید کي شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان شول، په ۱۷ نېټه هم په یاده ولسوالۍ کي دوه تنه عام وګړي شهیدان شول، دا خبرونه که څه هم عامو رسنیو را وانخیستل،خوځینو ازادو رسنیو دغه خبرونه خپاره کړل.

ددښمن په منځ کي خپل منځي جګړې او په یوه بل بریدونه

دتیري میاشتي په ۱۳ نېټه  دزابل ولایت دشینکۍ ولسوالۍ دلوی کلی په پوسته کي داربکیانو ترمنځ خپل منځي جګړه وشوه، چي مرګ ژوبله ورته واوښتله، دغه خبره سیمه ييزو خلکو کړې ده.

دتیري میاشتي په ۲۸ نېټه د۲۰۹ شاهین قول اردو دښووني او روزني مدیر دخپل سکرتر له لوري ووژل شول،  دقول اردو دښووني اوروزني مدیر سهار مهال دمزار شریف په اړونده سیمه کي په چاقو وهل شوی او وروسته یې سکرتر تښتېدلی دی.

دبیان ازادي او دخبریالانو وهل ټکول

دتیري مياشتي په شپږمه نېټه په هرات ښار کي پولیسو دسیمه ييز تلويزون یوخبریال ترمرګه وواهو، جمشید حکاک چي له کوره دخپل کار په لوري روان وو، دګمرک په سیمه کي دپولیسو له لوري سخت ووهل شو، حکا ک ویلي، چي پولیسو سخت وواهو او بدن يې ډیر خوږ شو، نوموړي ویلي، چي دپولیسو کړني غیرانساني دي، دحکاک دوهلو په تړاو دخبريالانو ددفاع دادارې یوه مسوول او خبریال ولی محمدحدید وویل، چي له تیرو لسو کلونو راهیسي په دوام داره توګه خبريالان دچارواکو او رژیم له لوري تر تهدید او ناوړه چلند لاندي دي.

درژيم له لوري داسلامي مقدساتو سپکاوی

دتیري میاشتي په ۲۶ نېټه اربکیانو دغزني داندړو ولسوالۍ دصالحانو په کلي کي یو جومات له ۱۸ قران کریمونو سره وسوځاوو، ویل کیږي، چي جومات داربکیانو له لوري وروسته ترهغه وسوځول شو، چي کله دکلي خلکو اربکیانو ته دډوډۍ ورکول بند کړل.

دتیري میاشتي ۳ نېټه اربکیانو دپکتیکاولایت په یحی خیلو ولسوالۍ کي یوه مدرسه دعلماوو له یوشمېر کورونه سره وسوځوله او سامانونه په خپلو  منځو کي تقسیم کړل.

دتیري میاشتي په ۳ نېټه اربکیانو دغور ولایت ددره تخت دسیمي ټول جوماتونه وتړل او امامان يې ووهل او وروسته یې دسيمي پرېښودلو ته اړ کړل، دسیمي اوسيدونکي وايي، چي اربکیانو ګواښ ورته کړی، چي نور دي دجوماتونو دروازې نه خلاصوي.

زندانونه که دوحشت مرکزونه

دتیري میاشتي په ۲۴ نېټه په افغانستان کي دبشر دحقونو سیمه ييز دفتر وویل، چي دوی په زندانونو په ځانګړې توګه دپلچرخي په زندان کي دزندانیانو دوضعیت دارزولو په مهال موندلې، چي زندانیان دبند دمودې له بشپړولو وروسته نه خوشي کیږي  آن یو زنداني دبند دقانوني مودې له پوره کولو وروسته شاوخوا دوه کاله نور هم په زندان کي پاته دی.

دزندانیانو دوضعیت دارزوني په مهال دبشر دحقونو کميسیون موندلې، چي دزندانیانو دوسيې په خپل وخت نه څېړل کیږي او یوازي دپلڅرخي په زندان کي سلګونه زندانیان دبند دمودې له پوره کولو وروسته هم په زندان کي دي.

دتیري میاشتي په ۲۵ نېټه دملګرو ملتونو ځانګړې ادارې وویل، چي دافغانستان په زندانونو کي زندانیانو ته برقي شارټونه ورکول کیږي، یوناما چي د۲۰۱۳  او۲۰۱۴ کال په ترڅ کي دزندانیانو حالات تر نظر لاندي نیولي او څېړلي ویلي، چي  زندانیان په کېبلونو، پايپونو او لرګیو وهل کیږي.

چور چپاول

په تیره میاشت کي دکابل بانک څانګه په سپين بولدک کي دبانک ددريو کارکونکو له لوري چور شوه، دغه خبر چي رسنیو ته دتیري میاشتي په ۱۹ نېټه لاره وموندله،  دوه ورځي وړاندي یې دبانک کارکونکي له پیسو سره تښتېدلي وو، له دغه بانک څخه دیوه راپور له مخي پنځوس ميلیونه افغانۍ او دیوه راپور له مخي ۷۰ ميلیونه افغانۍ وړل شوي دي، چي ویل کیدل، په تدريجي ډول ایستل شوي دي.

همداراز تیره میاشت په کندهار ولایت کي خلکو په دوام داره توګه شکایت  درلود، چي دپولیسوله لوري غلاوي ورڅخه کیږي، پولیس په شخصي جامو کي  کورونو ته ورلویږي ، په لارو کي موټر او موټر سائيکل ورڅخه بیايي او دسړي تښتوني په پيښو کي لاس لري.

په کندهار برسېره دهیواد په بېلابېلو سیمو کي دپولیسو ، اربکیانو او اردو له لوري دغلاوو لړۍ روانه وه.

ملکي تلفات:

دتیري فروري په میاشت کي بهرنیو اشغالګرو او دکابل رژیم دهیواد په بېلابېلو سیموکي دبمباریو، چاپو، دتوپونو او هاوانونو دبریدونو او مخامخ ډزو په ترڅ کي دښځو اوماشومانو په ګډون ۲۲ تنه هیوادوال شهیدان کړي او ۳۳ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

تسلیم شوي چارواکي او عسکر  

دتیري فروري په میاشت کي داسلامي امارت ددعوت، ارشاد، جلب او جزب کمیسیون په هڅو او دسیمه ييزو مجاهدینو په همکاري ۲۲۵ تنه لوړپوړي چارواکي، عسکر او نور کارکونکي دحقائقو په درک کولو دکابل له رژیم څخه  راووتل او له مجاهدینوسره یوځای شول، دغو کسانو چي له ځانونو سره ګڼ شمېر وسلې او په زیاته پيمانه مهمات راوړي وو دمجاهدینو له لوري تود هرکلی ورته وویل شو او ددغه اقدام دستايلوترڅنګ يې انعامونه او جائزې ورکړي دي.

دافغانستان په اړه  نړيوالي رسنۍ

نیویارک ټائمز دتیري میاشتي په لومړیو کي په خپل یوه څېړنیز راپور کي وویل، چي افغانان ددولتي قاضیانو په ځای دطالبانو محکمې خوښوي، چي لامل يې په دولتي محکمو کي دډیرو رشوتونو اخیستل او پرېمانه فساد بلل شوی، ورځپاڼي ليکلي، چي ددولت دقاضیان هرڅه په رشوت او بډو سره کوي او دوی دخلکو دعوې کلونه کلونه ځنډوي،  خو برعکس دطالبانو محکمې دخلکو دعوې ډیري ژر ور حل کوي، چي  دډېرو افغانانودهیلو سترګي ور اوړي.

نیویارک ټائمز ویلي، چي امریکا او نړیوالي ټولني دافغانستان په قضايي نظام له یو ميلياردو زیات ډالر لګولي دي، خو اوس هم ددغه هیواد قضايي نظام دنړۍ په کچه تر ټولو زیات په فساد ککړ نظام دی.

دتیري میاشتي په ۲۵ نېټه وروسته ترهغه چي ملګرو ملتونو په زندانونو کي له زندانیانو سره دناوړه چلند په اړه راپور خپور کړ، نیویارک ټائمز ولیکل، چي په افغانستان کي یوازي افغانان زندانیان نه ځوروي، بلکه په دغه هیواد کي څو کاله سی آی اې هم زندانیان ساتل، زندانیان به یې شکنجه کول او ډیر ناوړه چلند به یې ورسره کاوو، نیویارک ټائمز ولیکل، چي دهغه راپور له مخي چي دتیر کال دډسمبر په میاشت کي دامریکادسنا یوې کمېټې خپور کړ سی آی اې به دزندانیانو په سرونو اوبه ور اچولې او خوب ته به يې نه پرېښودل، یادي ورځپاڼي دبشري حقونو په برخه کي دملګرو ملتونو دعالي کمشنر زیدرعد الحسین خبري را اخیستې وې، چي ویل يې، له زندانیانو سره تشدد جدی جنایت دی، چي هیڅکله توجه کېدلی نشي.

فارن پالیسي هم دملګرو ملتونو دراپور تر خپرېدلو وروسته له زندانیانو سره دناوړه چلند موضوع تر څېړني لاندي ونیوله او ويې ویل، چي امریکایانو په یوشمېر هیوادونو کي دافغانانو په  ګډون زندانیانو شکنجه کړي دي او دملګرو ملتونو  له راپور څخه داسي ښکاري، چي افغانان هم له زندانیانو سره هغسي بې رحمانه چلند کوي، لکه امریکایانو چي به ورسره کاوو.

 موسی مهاجر

Related posts