اکتوبر 22, 2019

په جهاد کې دمطبوعاتي فعاليت ارزښت

په جهاد کې دمطبوعاتي فعاليت ارزښت

 داسلامی نړی ستر عالم شيخ ابو قتاده حفظه الله

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله ومن واله.

علامه شيخ ابو قتاده صيب! الله جل جلاله دې ستاسې حفاظت او ساتنه وکړي او الله جل جلاله دې تاسې په حق باندې ثابت قدم لري.

شيخ صيب! دشام په جهادي ساحه کې ځینې ملګري په مطبوعاتي برخه کې کار کوي دا ځینې پوښتنې يې تاسې ته راليږلي او ځواب ته مو منتظر دي الله جل جلاله دې تا ته ښه جزاء درکړي.

پوښتنې: زموږ فاضل شيخه! الله جل جلاله دې ستا حفاظت او ساتنه وکړي السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:

(۱) کوم مجاهد چې په جهادي مرکزونو کې مطبوعاتي فعاليت لکه (جهادي فلمونه ايډيټ کول يا انځورونه ډيزاين کول او داسې نور) کوي آيا هغه ته دمرابط في سبيل الله اجر ورکول کيږي، زموږ مقصد هغه احاديث دي چې درباط في سبيل الله دفضيلت په اړه راغلي، لکه دا چې (دالله جل جلاله په لاره کې يوه ورځ رباط دحجر اسود په څنګ کې دليلة القدر دشپې له سبا کولو څخه زيات فضیلت لري؟

او آيا که چيرته کوم مجاهد په دغه حال کې ووژل شي ددې عمل اجر دقيامت ترورځې پورې ورکول کيږي؟

(۲) کوم ملګری چې په مطبوعاتي برخه کې په روزنه کې تقصير کوي او ددې تقصير له امله دجهاد دمخالفانو رسنيز فعاليت يا دغلاتو رسنيز فعاليت يا دنورو فعاليت غالب شو او په نتيجه کې يې ګڼ شمير ځوانان دغلاتو ليکو ته جذب شي، آیا ددې له امله تقصير کوونکی ملګری ګناهګاريږي؟

ځکه ډير ملګري په جهادي فعاليتونو کې په رسنيز ډګر کې کار کول نه خوښوي بلکه جګړه ايز يا دتصنيع او نورو برخو کې په شوق کار کوي.

نو شيخ صیب موږ غواړو چې په دې اړه يو ځانګړې توصيه وکړې ترڅو دا برخه همداسې خواره پاتې نشي.

شيخ ابو قتاده حفظه الله په ځواب کې ورته وليکل:

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته.

زما مسلمانه وروره! پدې ښه ځان پوه کړه، چې داسلام په تاريخ بلکه دملتونو په تاريخ کې دجهاد او قتال له سترو کارونو څخه رسنيز فعاليت او مطبوعاتي کار دی،

د ځان دوجود ثابتولو او دغلبې نيمايې همدا رسنيز فعاليت دی، دا وګورئ زموږ رسول صلی الله علیه وسلم حسان رضی الله عنه هڅوي ترڅو دمشرکانو هجوه وکړي، او هغه ته وايې چې ستا کلام په هغوی دغشو له ګذارونو څخه هم بد لګيږي.

مسلم په خپل صحيح کې له حضرت عائشه رضی الله عنها څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: دقريشو هجوه کوئ دا په هغوی باندې دغشو له فايرونو څخه هم بد تماميږي، لومړی ابن رواحه ته يوڅوک وروليږه چې دکفارو هجوه وکړي، هغه يې هجوه وکړه، رسول الله پرې اکتفاء ونه کړه، بيا يې کعب ابن مالک رضی الله عنه ته وروليږه چې دمشرکانو هجوه وکړي، بيا يې حسان ابن ثابت رضی الله عنه ته وروليږه، چې کله حسان رضی الله عنه ته ورننه ووت حسان وويل: تاسې ته نږدې ده چې دغه لکۍ وهونکي زمري ته يې راوليږئ (ځان يې له زمري او خپله ژبه يې دزمري له لکۍ سره تشبيه کړه زمری چې کله په قهر شي خپله لکۍ يوه بلې خوا ته وهي) بيا يې ژبه راوويستله يو او بل لوري ته يې وښوروله او ويې ويل: قسم په هغه ذات چې ته يې په حقه راليږلی يې زه به يې په خپله ژبه داسې تار تار کړم لکه څنګه چې پوستکی شکول کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: عجله مه کوه ځکه ابو بکر رضی الله عنه ته دقريشو نسبونه ښه ورمعلوم دي، زه هم په قريشو کې نسب لرم ترڅو زما نسب په لنډه توګه درته وښايې (داسې نه چې زما دنسب هجوه وکړې) حسان ورغی بيا راستون شو او ويې یارسول الله! ماته يې ستا نسب په لنډه توګه راوښود، قسم په هغه ذات چې ته يې په حقه راليږلی يې، زه به ستا نسب له هجوې داسې روغ رمټ باسم لکه له اوړو چې ويښته باسل کيږي، عائشه رضی الله عنها فرمايې: چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم واوريدل چې حسان رضی الله عنه ته يې ويل: روح القدس جبرائيل به تل ستا تائيد او ملاتړ کوي ترڅو چې ته له الله جل جلاله او دهغه له رسول څخه دفاع کوې.

حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايې: چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم واوريدل چې ويل يې: حسان يې هجوه وکړه دمسلمانانو زړونه يې هم يخ کړل او خپل زړه يې هم يخ کړ.

همدغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر فاروق رضی الله عنه ته امر کوي چې ابو سفيان ته داحد له غزا وروسته ځواب ورکړي او ځواب هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ورښيي:

امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې له براء ابن عازب رضی الله عنه څخه روايت کړی چې موږ داحد دغزا په ورځ له مشرکانو سره مخامخ شوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم دغشو ويشتونکو يوه ډله په غونډی کښينوله او عبد الله رضی الله عنه يې ورباندې امير وټاکه، (په دې اوږد حديث کې وروسته راځي) چې ابو سفیان سر پورته کړ او ويې ويل: آيا په تاسې کې محمد شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ځواب مه ورکوئ، هغه وويل: آيا په تاسې کې ابن ابي قحافه (ابو بکر رضی الله عنه) شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ځواب مه ورکوئ، هغه وويل: آیا په تاسې کې دخطاب زوی (عمر رضی الله عنه) شته؟ بيا يې وويل: دا ټول وژل شوي ځکه که ژوندي وای نو ځواب به يې راکړی وو، عمر رضی الله عنه په خپل ځان توان له لاسه ورکړ او ويې ويل: درواغ دې وويل: ای دالله دښمنه! الله جل جلاله هغه خلک لا ژوندي پرې ايښي چې تا به پرې رسوا کړي، ابو سفيان وويل: هبل (دبوت نوم) لوړ شه، نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ځواب ورکړئ، اصحابو وفرمايل: څه ورته ووايو؟ ويې ويل: ورته ووايئ: الله جل جلاله لوړ او لوی دی، ابو سفيان وويل: موږ عزی (دبت نوم) لرو او تاسې عزی نه لرئ. نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ځواب ورکړئ، اصحابو وفرمايل: څه ورته ووايو؟ ويې ويل: ورته ووايئ: الله جل جلاله زموږ مولی دی او تاسې مولی نلرئ.

همدغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل شاعر ته خپل منبر سموي ترڅو دهغه صلی الله علیه وسلم او اسلام په اړه حق کلام ووايې، نو هغه خلک کومه خوا روان دي چې دا ستر او عظيم کارونه پريږدي او التفات نه ورته کوي؟؟

په امير باندې لازم او واجب دي چې يوه ډله خلک دې ته فارغ کړي چې په خبرو دحق مرسته وکړي لکه څنګه چې يو مجاهد دټوپک په شپيلئ دحق لپاره مبارزه کوي، که په خپله نه تياريدل په زور دې يې دې کار ته آماده کړي، که جهاد له دغه ستر کار څخه خالي پاتې شو نو نه موږ خپل ځان چاته ورپيژندلی شو او نه په خپلو دښمنانو رد کولای شو او نه ځوانان او سړي راجلبولی شو چې دسنګرونو او جبهاتو خلاوې ورباندې ډکې کړو.

دغه کار فرض کفايې ده که ټولو مجاهدينو پريښود بلا استثناء به ټول ګناهګار وي، دا کار له جهاد او قتال سره برابر ده، بلکه په خپله جهاد دی، عربو به دسفر لپاره ټپه ويونکی کرايه کاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دا کار کړی، نو چې کله يو انسان يا حیوان په خپل سفر کې داسې ټپو او اشعارو ته اړتيا لري ترڅو په سفر باندې توان پيدا کړي، نو آيا مجاهدين هغه چا ته حاجت نلري چې دهغوی خبرونه او انځورونه او پيغامونه نقل کړي ترڅو يې زړونه تقويه او نفسونه يې ثبات پيدا کړي؟

له هغه چا به څوک زيات اجر ولري چې تحريض علی القتال کوي، له مجاهدينو دفاع کوي، دهغوی خبرونه نشر کوي، او پدې توګه دډير مسلمانانو زړونه خوشالوي.؟

ډير هغه حق چې مجاهد پکې عملا او علما حقا او صدقا واقع ده کچيرته ترشا داسې څوک ونلري چې ويې ليکي او ثبت يې کړي، نو فوت کيږي او اثر يې له منځه ځي.

او قسم په الله که زه داسې ووايم چې رسنيز فعاليت کوونکي مجاهدين له ډيرو هغو مجاهدينو څخه ستر اجر لري چې مخامخ په جګړه کې برخه اخلي نو نه به ګناهګار شم او نه دا ليرې خبره ده.

زموږ ډيرې هڅې له همدې امله ضائع کيږي او اغيار يې غلا کړي، که چيرته رسنيز کنډکونه ونلرو چې په غاړه يې واخلي ثبت يې کړي او په رښتوني بڼه يې نشر ته وسپاري.

ډير هغه درواغ چې موږ پرې تورن يو دبيان په زور او دخلکو له خبرولو پرته يې بله ددفاع لاره نشته.

ډير مسلمانان ځوانان دګمراه، مبتدع او کافر دښمن مطبوعاتي ځواک په سبب له موږ څخه غلا کيږي.

ډير کرته موږ د صادقانو له دعاء څخه ځکه محروميږو چې هغوی زموږ له خبرونو څخه ناخبره وي.

ډير نفسونه هغه وخت ترقي کوي او خوشاليږي چې کله هغوی دا درک کړي چې مسلمانان زموږ په فتوحاتو او خبرونو خوشاليږي نو دهغوی نفسونه لازياتې قربانی، ورکړې او ځان فدا کولو ته تياريږي، ځکه کله چې هغوی ګوري چې زموږ قربانی بې ځایه نه ځي، بلکه پدې سره دمجاهدينو ملاتړ نور هم زياتيږي، نو په ډير ښه زړه پرمختګ ځان فدا کولو ته چمتو کيږي.

په رسنيزه جګړه کې هره نوعه تقصير په نظامي جګړه کې له تقصير څخه زيات زیان لري، او په مطبوعاتي برخه کې دتيروتنې تاوان هم د جګړې په ميدان کې له تيروتنې زيات تاوان لري.

او قسم په الله! کوم مجاهدين چې پدې ميدان کې کار کوي او شپه شوګير کوي دهغوی شوګير د هغه پيره دار له شوګير سره په اجر کې برابر ده چې په جبهو او سنګرونو کې پيره کوي، هغه ته خپل اجر هم ورکول کيږي او دهغه په څير دنورو هم، او هغه ته دهغه عالم اجر هم ورکول کيږي چې دشريعت ديوې مسئلې دتحقيق او څيړنې لپاره شپه روڼوي، او که پدې حال کې مرګ ورته راغی چې په اخلاص او دثواب په نيت خپل دې کار ته دوام ورکوي دی به له خپلو هغو ملګرو سره يوځای راپورته کيږي چې دبمباری لاندې يا په مرمۍ وژل شوی وي.

او دغه سترګه چې په مطبوعاتي فعاليت کې ويښه پاتې کيږي دا دهغې سترګې په څير دی چې دالله جل جلاله په لاره کې پيره کوي.

زه دنصيحت په توګه دمجاهدينو مشرانو ته وايم چې که چيرته کوم داسې ملګری پيدا شو چې دمطبوعاتي فعاليت وړتيا لري او په سمه توګه دا کار کولی شي خو بيا هم ددې کار له کولو ډډه کوي نو له جهاد او قتال څخه منعه کړئ، ترڅو دخپل نفس له خوشالولو څخه محروم شي، ځکه هغه کار پريښودل چې دجهاد له مصالحو څخه وي او په ځای يې داسې کار کول چې ده خوند ورکوي دا يو نوعه دنفس خوشالول دي، دشرعي جهاد مقصد ندی.

الله جل جلاله دې ټولو ته دهغو اعمالو دکولو توفيق ورکړي چې دهغه خوښ او هغه پرې راضي کيږي.

او ټولې ستاينې الله رب العالمين لره دي.

Related posts