اکتوبر 24, 2019

په اسلامي هېوادو کې داسلامیت او مغربیت کشمکش

په اسلامي هېوادو کې داسلامیت او مغربیت کشمکش

داسلامي نړۍ مفکر عالم مولانا سید ابوالحسن علي ندوي، ژباړ:ابوظهیر

شام او عراق

د فرانسوي او برتانوي   اشغاله دواړه ازادې ترلاسه کوونکي اسلامي او عربي هېوادو نه په دې سربیره چې ښایسته اوزرخېزدي، دواړه ښه   شاندار اسلامي اوکلتوري تاریخ هم لري او هم   دواړه د یو بل وروسته   تر اوږدې مودې داسلامي خلافت پلازمېنې پاتې شوي دي، چې له امله یې دواړه   په بېلا بېلو   سیاسي او انقلابي دورو کې   د   سترو   خونړيو جنګونو شاهدان هم پاتې دي.

اوس دغه   دواړه اسلامي او عربي هېوادونه دغرب دژور اخلاقي او ټولنېزیرغل په مخکي قرارلري، نوی لوستی نسل،سیاسي مشران او واکمن یې د عربي ملت پالنې لور ته میلان لري،دلادینیت (سیکولرزم) جدیدیت او مغربیت په لوري د تګ رجحان مخ په زیاتیدودی ، اګرکه د دواړو هېوادو نو   عام   وګړي ساده او رښتني مسلمانان دي او   ددین سره بيحده محبت اومېنه لري، له پخوا راهیسي په غو دواړو هېوادونو   کې پریمانه دیني ارزښتونه او اقدار هم شتون لري او هم د لوی شمېر داسې جید علماوو اوفاضلانو ټاټوبي پاتي شوی دی   چې دهغوی دمثال وړاندې کولوڅخه دنورې نړۍ هېوادونه عاجزدي، خو اوس په ټولنه کې   ورځ ترورځې د دیندارۍ روحیه کمزورې کېږي او دهرې ورځې په تیر یدو پکې   دعلماوو او دیندارو خلکو اثر او واک کمېږي او په میرمنو کې ازادې اوبې سترې عامه شوي ،دسیل   او تفریح په ځایونو کې دنارینه وو اوښځو اختلاط نهایي زیات شوی هو دا راز دمخلوط طرز تعلیم دود ورپکې عام ګرځیدلی آن تردې چې   ددین او مذهب نه بېزارې او د بې دینه عناصرو غلبې د ژوندانه پر ټولو چارو سیوری را وستی دی.

ددې غمېزې وروستۍ کړۍ داده چې ددې کرښو دلیکلو تروخته،   دسوچه اسلامي عقیدې دڅښتانانو   هېواد(شام) دیوې کوچنۍ فرقې ( نصیري فرقې) تر واک لاندې راغلی دی، کومه چې   په هر   دور کې داسلام د سوچه   لارښوونو له منلو انکاري وه او هم یې هر وخت له مسلمانانو سره دبغض ،کینې او عدوات نه ډکه رویه لرله، همدې نظامي اقلیت د عسکرې مټ په ځواک تل   دنورو ډلو او مسلمانانو په وړاندي بری ترلاسه کړی او له دې لارې یې په سیاسي واک تراوسه منګلي خښې کړې دي، بدبختانه چې وړاندینو اسلامي حکومتونو ددې فرقې دننه هغسې چې ورته اړتیا وه   د اسلامي فکر د عوتي   لورته پاملرنه نده کړې، له دې وجې نصیري فرقې په هره زمانه کې دشام   دوحدت اوارضي   سالمیت په وړاندې ګواښونه اوننګونې زیږولي اوهر و خت یې دبهرنیو قوتونو په ملاتړ د مسلمانانو پرضد د دسیسو اوتوطیئو نه کار اخیستی.

په دې اړه عبرت ناک مثال دادی چې د بعث په نوم هغه ګوند چې ترڅه مودې دعراق په سیاست او حکومتي چارو واکمن و، ددې لیکنې تروخته هغه هم په شام کې د حکومت واګې لاس ته وروړي ، د کوم ګوند چې   شعار او ناره دا ده:

دیو ابدي پیغام خاوند عربي قوم،د زمکنۍ   کرې هغه برخه خپل اصلي عربي وطن بولي، چېرته چې عرب قوم میشت دی، دا هغه برخه ده چې د”طوروس” او “بشتکویه” له غرونو نه د”بصرې خلیج” د “حبشې د عرب سمندر ګي تر” غرونو او دلوې دښتي او “اټلانټک” (رومي بحیرې) په منځ کې پرته ده!!

دلته دګوند د منشور ځیني اقتباسات را وړو ، څو دبعث ګوند فکر او روح معلوم شي:

۱ـــــ عرب قوم یو ثقافتي اوکلتوري وحدت دی، چې د فرزندانو ترمنځو یې هرډول اختلافات او امتیازات ( مثلا : دیني امتیازات) سطحي او بي اصل دي، کوم چې دعربي وجدان په بیداریدو به خود بخود پای ته ورسي.

۲ـــــ عرب قوم داسې تلپاتي پيغام لري، چې دتاریخ د مختلفو   دورو دننه په هغه کې بدلونونه راتلل، چې دادی اوس یې په کامله   بڼه ظهور کړی، کوم چې دانساني اقدارو دتجدید او بني نوع انساني پرمختیاوو دهوډ ستاینې ترڅنګ ، دنړۍ   په   ولسونو کې دهمکارۍ او هم آهنګۍ روحیه پیاوړي کوي.

۳ــــ حزب البعث یو ملت پال ګوند دی، په دې عقیده لري، چې ملت پالنه یو ازلي اوژوندی حقیقت دی اوهغه شعوري قومي احساس کوم چې فرد له ډلې (جماعت) سره یوځای کوي، داسې سپیڅلی احساس او شعور دی چې دتخلیقي وړتیاوو څخه مالا مال او دقربانۍ هڅونکی دی.

۴ــــ حزب البعث یو اشتراکي ګوند دی او په دې عقیده دی، چې اشتراکیت هغه اړتیا ده ده، کومه چې دعربي قومیت له باطن زیږیدلې او بیا یې وده مندلي په دې وجه هغه یو داسې بهترین نظام هم دی، چې دعرب قوم دصلاحیتونو دودې او د هغه د عبقري شان دتکمیل توان لري .

۵ـــــ   دقوميت اړېکه په عربي حکومت کې یواځینۍ اړېکه ده، چې د وطنوالو ترمنځ هم آهنګې او اتحاد را وستلی شي اوټول د یوه   قومیت قالبونو ته غورځوي.او هم له ټولو قومي، دیني ، قبایلي او و طني تعصبونو سره په جنګ کې دی.

۶ــــ له ټولې ازادۍ سره یوځای د عربي حکومت لپاره یو داسې واحد قانون رامنځته کېدای شي، چې هغه به داوسني عصرله روح سره سمون خوري او دعرب قوم دماضي په رڼا کې به تدوین شي.

( الاحزاب السیاسیة فی سوریا)

ددغه ګوند مؤسس او دماغ عیسائي فاضل “میشیل عفلق” و،چاچې پخپل کتاب “فی سبیل البعث” کې خپل اندونه او افکار څرګند کړي دي، د لته دهغه نه څو اقتباسات را اخلو!

هر هغه شخص که   ډېر محدود صلاحیت   هم ولري خو هغه دهغه   قوم سره نسبت   ولري کوم قوم چې محمد(صلی الله علیه وسلم) دخپلو ټولو صلاحیتونو اوقوتونو په یوځای کولو سره پیدا کړی؛ یاپه بله مناسب وینا هر تن   چې دهغه قوم غړی وي، کوم چې محمد (صلی الله علیه وسلم)   دخپلو ټولو وړتیاوو په یوځای کولو تخلیق کړی، په قدرتي توګه ممکن ده چې   هغه دمحمد(صلی الله علیه وسلم) کمزوری غوندي انځور شي، ځکه   په هره زمانه کې قوم ټول   دیوه شخص دننه مجسم کېږي او نن ددې ضرورت دی چې هغه قوم( عرب) د نویو پرمختګونو په لارقدم کېږدي، چې په دې به دهغه ټول ژوند دهمدي عظیم الشان شخصیت دژوندانه(سیرت) تفصیل او امتداد شي. او محمد(صلی الله علیه وسلم) یومخ عربي و، نن پکار ده، ټول عرب محمد(صلی الله علیه وسلم) شي.( سبیل البعث ۴۵مخ)

داسلام د فاتحانه شان په بر ي کې چې کوم ځنډ راغی، وجه یې داوه، څو عرب دخپلو کوښښونو، زیارونو، تجربو او ازموینو په نتیجه کې د زیاتو ازمایښتونو تکلیفونو، امیدونو، نا امیدیو   او د کامیابیو اوناکامیو وروسته   حقیقت ته ورسي یعنې   ایمان پخپله دهغوئ دننه پیداشي، هغه   ایمان به د تجربې نه اخستل شوی وي ،څو ایمان دژوندانه   ژورو سره تړلی او حقیقي ایمان شي ،له دې پلوه اسلام یوعربي تحریک و او دهغه معنی ده، دعربیت تجدید او تکمیل… ( فی سبیل البعث ۴۶مخ)

اسلام دعرب قوم دابدیت جذبې او دهغه د پراختیا غوره اظهار اوتعبیر دی، له دې پلوه اسلام په حقیقت کې عربي دی او پخپلو مثالي مقاصدو کې انساني دی، نو پس داسلام پیغام په حقیقت کې انساني او عربي اخلاق دي.( ۴۷مخ)

   ددې لپاره هغه معنی چې په دغه اهمه او تاریخي دوره کې دترقۍ او تغیر دنازکې مرحلې په اړه اسلام ښکاره کړي، داده چې ټولې وړتیاوې دي دعربي ځواک په پیاوړتیا او ترقۍ صرف کړای شي، څونور قومونه دعربې دایرې دننه کلابندشي ( ۴۸مخ)

په اروپا کې د قوميت نظریه یواځي په منطقي بنسټ ولاړه ده، هلته له مذهب نه دقومیت بیلتون لازمي امرګرځیدلی و،ځکه اروپاته مذهب له بهره لاړ و ،چې دهغه ځای دمزاج اوتاریخ سره نابلد و اوهغه عقیده چې داخرت او اخلاقو خلاصه وه، دهغه ځای او چاپیریال له اړتیا وو سره یې سمون نه لاره او نه دهغوی دتاریخ سره تړلي وه؛ هرچې اسلام دی، هغه دعربو لپاره یواځي اخروي او دڅو اخلاقو مجموعه ندی، بلکې دژوند په باره کې دهغه نظریه د کا ئناتو د شعور ښه فصیحه ترجمانې او دعربي شخصیت او و حدت ځواکمن تعبیر دی، چې هره وینایې یې تر شعور اوفکر پورې نښلي ( ۴۹مخ)

دشام بې وسي او دبعث کوند ناکامي:

له بده   مرغه دغه ډول افکار او دژوند فلسفه دشام د پوځي کړیو دننه او دپوهنتونو د شاګردانوترمنځ یې دهرې ورځې په تیریدو   مقبولیت منده او دهېواد هغه عناصر چې دمختلفو عقایدو او مذهبونو پیروان وو هغوی د پیل نه په پوځ مسلط وو، هغوئ دغه افکار له زړه اوځان یې منلي، د څوکلونو راهیسي په شام همدا ګوند او دهمدې فکر شاګردان واکمن دي لاد یني سیاست، عربې ملت پالنه او اشترا کې اندونه یې دومره خواره   شیندلي، چې اوس هلته داسلامپالو او یا دنورو فکرونو دشاګردانو لپاره استوګنه او یا دخپلو اندونو او فکرونو تبلیغ یومخ ممنوع   دی او په لوی شمېر خلک د خپل وطن پريښودو ته اړکړای شول او لاړل نورو عربي هېوادونو او اروپا ته مهاجر شول، هغه شام(چې یو وخت دمصر وروسته ددیني علومو او دیني فکر دویم مرکزو) خپل ستر اوممتاز علماء، قلموال او دیني رهبران له لاسه ورکړل، د واک د چارو واګې دځوان نسل لاسوته ولویدي،چې هغوی نه د ذهني پلوه مستعد دي ،نه دحکومت چلولو تجربه لري او نه دماغي اعتدال او توازن څخه برخمن دي، دغه هېواد چې دنړۍ   ښایسته او ښېراز هېواد مشهورو، اوس داقتصادي بدحالۍ سره مخ دی، دهېواد د شتمنو لویه سلنه دورځینو انقلابونو څخه دومره په تنګ راغلل چې دشام یې پریښود او بهر لاړل، دقومیت، ماده پال ذهنیت او اشتراکیت نیشه دومره ختلې چې ځوان قلموال، حکومتي او فوځي چارواکې ښکاره په اسمانې اقدارو پورې ملنډې اومسخرې وهي، چې یوه بېلګه یې دشام درسمي پوځي مجلې( جیش الشعب) په یومضمون کې لیدل کېږي، کوم چې د پوځ یو چارواکي لخوا لیکل شوی، دلته یې څو اقتباسات را وړو:

عرب قوم د اله( معبود) نه مرسته طلب کړه،د اسلام   او مسیحیت پخواني اقدار یې وپوښتل…. دپانګوال نظام نه یې مرسته ووغوښته اود منځینو پیړیو څو معلوم نظامونه یې تجربه کړل،دهغو ټولو نه هغه( عرب) ته د کوچنۍ زرې برابر هم   فایده ورنکړه، ددې وروسته عرب قوم خپله دهمت ملا وتړله اوخپل نظر یې تر لري   واچا و، ورته   خپل یو نوی زیږیدلی ماشوم په نظر ورغی،هغه ته کرار، کرار نژدي شو، هغه نوی زیږیدلی ماشوم اشتراکي عربي انسان دی، هغه ټول ناروغه او زاړه اقدار چې په ټولنه کې شتون لري، هغه اصلاً د استعمار او پانګوال زیږنده دي.

هغو اقدارو “عرب انسان” سست، تنبل، بې همته او دتقدیر په مخکي یې   سر زوړند نیولی،چې هغه ته یواځي “لاحول ولاقوة الا بالله العظیم” ویل رازي.

نويو اقدارو   چې نوی عرب انسان زیږولی، هغه ددې ستم ځپلي او باغي انسان دننه پخپله ټوکیدلی او دیوه وږي،د یو نوي انقلابي او اشتراکې انسان له وجود نه پیدا دی، کوم چې یواځي او یواځي   په انسان او انسان عقیده لري.

دعربي   تهذیب تعمیر او د عربي ټولنې دتشکیل یواځینۍ لار د نوي عربي اشتراکې انسان تخلیق دی،چې هغه به په دې عقیده وي چې الله، مذاهب، پانګوال او استمعار…. ټول هغه اقداردي چې په پخوانۍ ټولنه واکمن و او   دتاریخ په میوزیم کې مملایي شوي لاشونه دي.

هرکله چې مونږ دا شرط ږدو، چې نوي انسان ته   له هغو ټولو پخوانیو اقدارو نه انکار پکاردی، نو لازمې ده چې د هغه لپاره ځیني متعین اقدار هم په ګوته کړو او هغه دي په انسان باندې مطلق ایمان! هغه(نوی اشتراکي انسان) دي یواځي پخپل وجود، پخپل عمل او په هغه څه چې هغه یې انسانیت ته بښل غواړي باور و لري، ځکه هغه پوهېږي چې ددې لازمي انجام مرګ دی او له مرګ نه سیوا بل څه ندی، بیا نه   دوزخ   شته   اونه جنت؛ بلکې هغه( اشتراکي انسان) به یوه زره شي، چې دزمکې سره به ګردش کوي؛ له دې وجې هغه مجبور دی چې هر څه کوي، هغه دي دکوم اجرت پرته ( مثلاً په جنت کې یو وړوکی ځای) خپل قوم او انسانیت ته وړاندې کړي ( الانسان العربی الجدید، دابراهیم خلاص، مجله جیش الشعب دمشق)

دعربي ملت پالنې او اشتراکیت د همدې جوش او عین ځوانۍ په زمانه کې داسرایل او عربو ترمنځ جنګ و شو، شام او دهغه حریف، یو په یو جنګ ته اړشول، شام ترمخه   هغه ( اسرایل) ته چیلنج ورکاوه او د شکست ورکولو لپاره یې دعربي قومیت ناره پورته کړه، خود جنګ په نتیجه کې نه یواځي شام دخپلو پولو ساتنه ونکړای شوه، بلکې غلیم( اسرایل) دهغه په خاوره کې ور ننوت ډېره زمکه یې ترې لاندې کړه، خودشام اشتراکي پوځ یې په مقابل کې هیڅ هم ونکړل،او دبې وسۍ په حالت کې یې دخپلو اشتراکي با دارانو او عربی ملت پالنې علمبردارانو ته دمرستوځولۍ   غوړ ولي وه او له اقتصادي، سیاسي او پوځي پلوه خوار، زلیل اورسواشو، دا وړاندوینه ګرانه ده، چې کله به د دغه پیچلي حالت نه ووځي؟

ددې ترڅنګ هغه شامي ځوانان چې دهغوی دننه دایمان سپرغۍ شته ، هغوئ به اسانه خپل هېواد دلادینیت، دنیاوي او دیني خسران غېږې ته پرینږدي،له نیکمرغه چې د شام   په سر ځارونکو ځوانانودننه   دوښتابه څپه راټوکیدلې،چې اشتراکي حکومت په ټول ځواک دهغې څپې دمخنیوي لپاره بیدریغه وسلې کاروي چې تراوسه یې   داسلام د یو ډېر   مخالف ځواک پرضد هم هغه نه دي کارولي.

داقتصاد بدحالت اوبي اعتمادي:

مصنف ته په ۱۳۹۳( ۱۹۷۳ اګست) کې دا موقع په لاس ورغله، چې شام له نژدي وویني او هم دلږې مودې لپاره په دمشق کې تم شي، چې (له کابله تر یرموکه…) یونلیک کې مې خپل تاثرات لیکلي ، هغه مهال هم دا ننۍ ټولې اندیښنې محسوسېدې، ځکه مې دشام خلکو ته د اشتراکیت نه دکومې ګټې نه رسیدو اندیښنه په لاندې الفا ظو کې څرګنده کړي وه:

دهغو رهبرانو دا ناره وه؛ وږي ته یوه مړۍ ډوډۍ؛ترخلکو لومړنۍ اړتیاوي رسول؛ بې سرپناوو ته سرپناه برابرول؛ دهغوئ ټول کوښښونه دهمدې شعارونو لپاره وو، کله چې هغه ترلاسه نشول،نو مطلب دا را ووت چې اشتراکي فلسفه او اشتراکیت، قومیت اوکمونزم دغیر عقلي او غیر انساني مفکورې زیږنده وو ، کوم چې تنها په خوش باورۍ ، او جذباتو ولاړوو، دعقل، تجربې او نتایجو په معیار ارزول شوي نه وو، یا هغه سلبي اصول او مبادي دي چې مقصد یې   دتخریب او نظام نه دتیښتې پرته بل څه نه دي.( دریايئ کابل سي دریائي یرموک تک ۱۷۲مخ)

په دغه سفر کې بغداد ته هم لاړم، دهغه سفرتاثرات مې داسې څرګند کړي وو:

د بغداد په سرکونو وګرځیدم، دخلکو خبرې مې واریدې او هم مې دهغوئ دتندیو لیکې ولوستي، دځینو خاصو تجربو په رڼا کې راته وبریښېده چې دعبد الکریم قاسم دانقلاب نه وړاندې دغه هېواد زیات   خوشال اوپیاوړی و، په قوم کې د نن په پرتله زیاته ازادې بې فکري او د اعتماد روحیه وه، کله چې زه په ۱۹۵۷ ز کې بغداد ته راغلی وم، هلته دکوم بندیز، ګواښ اود پهرې احساس نه و، په ښه ازادانه توګه په بغداد او دبغداد نه بهرګرځیدم او   له هر چا سره به مې چې غوښتل ووینم د پوښتنې او مراقبت اندیښنه را سره نه وه… آخر دواړو هېوادونو له خونړیو انقلابونو څه ترلاسه کړل؟ باید خلکو ته یې له ظلمونواو د استبداد له منګلو ازادې او فطري خپلواکې بښلی وای ( دریائي کابل سي دریایي یرموک تک)

او عراق چې کله په ۱۹۸۰ زکې په ایران حمله وکړه، دهغې په نتیجه کې دواړه هېوادونه دبربادۍ سره مخ شول چې داسلام او مسلمانانو دبدنامۍ او رسوایې پرته یې دواړو ته نور څه ورنکړل نوربیا

Related posts