اګست 24, 2019

د پکتیکا په وازې خوا کې ۳ پوستې فتحه ، ۱۰عسکرقتل ۱۵ټپيان، ۳ ټانکونه او۴ رینجر ویجاړ شول

د پکتیکا په وازې خوا کې ۳ پوستې فتحه ، ۱۰عسکرقتل ۱۵ټپيان، ۳ ټانکونه او۴ رینجر ویجاړ شول

دعزم عملیاتو په لړ کې نن ماسپښين تر ماښامه پورې د پکتیکا ولایت وازې خوا ولسوالۍ ګواشتې سیمه کې ددښمن په پوستو پراخ بریدونه ترسره شول.

دجګړې په جریان کې له دښمن څخه ۳ پوستې په ټولیزه توګه فتحه شوې، ټوله وسله غنیمت شوه، دښمن د تلفاتو په لیدو د تيښتې لار ونیوه.

لږ وروسته د یادې ولسوالۍ په ویلې سیمه کې په هغه قطار هم پراخ برید ترسره شو چې غوښتل يې د یادو پوستو د همکاري لپاره ځانونه سیمې ته ورسوي.

په هغه نښته کې د شرير اربکي قومندان عزیزالله د ورور قومندان سمیع الله په ګډون ۱۰ اربکیان او عسکر ووژل شول او  ۱۵تنه يې ټپيان شول.

د دغه کمین برید په لړ کې ۳ټانکونه ۴رینجر موټر ویجاړ، ۱ رینجر چې دهشکه پرې نصب وه، له ډيرې نورې وسلې او مهماتو سره په غنیمت ونیول شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۶/۱۱/۲۱هـ ق

۱۳۹۴/۶۱۴هـ ش ــ 2015/9/5م

Related posts