
نن راپورونه خپاره شول چې د بلخ ولایت دزارع ولسوالۍ په اړونده سیمه کې ۱۴ تنه عام هیوادوال د چا لخوا وژل شي.
موږ دغه پيښه په کلکه محکوموو، دا ډول کړنې که دشخصي خصومتونو په اساس وي اویا که د کومو مرموزو کړیو کار وي، د غندلو وړ دي، دغه راز اعمال په هیواد کې د تفرقو، تعصبونو او دقومونو ترمنځ د بې باوریو د رامنځته کولو لپاره ترسره کيږي.
موږ په خپل ولس غږ کوو چې د دښمنانو ټولو دسیسوته متوجه ووسي، د تشو تبلیغاتو تر تأثیر لاندې رانشي او د ستونزو اصلي عاملین پيدا او په وړاندې يې کلک موقف ونسي.
اسلامي امارت په دې اړه تر خپل ټول وس او توان پورې هڅه کوي چې د دغه جنایت عاملين پیدا او د شریعت منګولوته وسپاري.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۶/۱۱/۲۱هـ ق
۱۳۹۴/۶۱۴هـ ش ــ 2015/9/5م