اګست 22, 2019

د کنړ په چپه دره او ماڼو ګي ولسوالیو کې ۹ پوستې فتحه ۵۶ عسکر مړه او ژوبل شول

د کنړ په چپه دره  او ماڼو ګي ولسوالیو کې ۹ پوستې فتحه ۵۶ عسکر مړه او ژوبل شول

د عزم عملیاتو په ګړندي جریان کې نن سهار د کنړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په امنيتي پوستو پراخ تعرضي بریدونه پيل شول.

د جګړې په جریان کې چې څو ساعته يې دوام درلود،د دښمن ۷ پوستې په ټولیزه توګه فتح شوې دي، ددښمن ۱۷ عسکر ووژل شول، ۹ تنه ټپيان شول، ۲ټانکونه او ۱رینجر موټر وسوزول شول، چې په کې یو MB ټانک، ۷ میله امریکايي او ۳ میله روسي پيکاوې، ۱پایه SPG-9 توغندي، ۲میله دهشکه، ۲ میله M16، ۱ قبضه راکيټ، ۵میله کلاشینکوف، ۵۰ صندوقه د امریکايي پيکا مرمۍ، ۱۰ صندوقه د ام شانزده مرمۍ، ۱۰ د اسپیجنیل او ۱۰ د راکيټ مرمۍ په غنیمت نيول شوي دي.

دیو بل تازه خبر له مخې نن ورځ د کنړ ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د مڼاګي سیمه کې د دښمن په پوستو پراخ بریدونه ترسره شول چې ۲پوستې په ټولیزه توګه فتحه شوې، ۵ تنه عسکر وژل شوي، ۲۵ تنه ټپيان دي، ۱ميل توپ، یوه پيکا، یو میل M16  او ډيره اندازه مهمات د مجاهدینو لاسته لویدلي دي.

په یادو دواړو جګړو ۴تنه مجاهدین شهیدان ۷ تنه ټپيان شوي هم دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۶/۱۱/۲۱هـ ق

۱۳۹۴/۶۱۴هـ ش ــ 2015/9/5م

Related posts