دسمبر 07, 2019

تازه خبر: زابل میزانه کې پوسته فتح قومندان او۷عسکرمړه اوژوبل مهمات غنیمت شول

تازه خبر: زابل میزانه کې پوسته فتح قومندان او۷عسکرمړه اوژوبل مهمات غنیمت شول

دزابل ولایت له میزاني ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : بیګاه ماسخوتن ۹ بجې دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ اړوند د مریاڼوپه پوسته پراخ وسلوال بریدترسره شو

بریدچې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي دشپې تر ۱۱ بجوپوري یې دوام وکړ

دبریدپه پایله کې یاده پوسته په بشپړه توګه فتح پکې میشت ۳تنه ګوډاګي عسکرځای پرځای قتل اودقومندان په شمول ۴ نورژوبل شول

ددښمن یوثقیل ، یوکلاشنکوف ، یوه مخابره ، ۵ صندوقه دثقیل مرمۍ ،۴ صندوقه   دکلاشنکوف مرمۍ ، ۱۲ پیره دهاوان مرمۍ اونور ډول ډول مهمات مجاهدینو غنیمت کړل

خبرزیاتوي : نن سهار دیادي پوستې دبیرته نیولو لپاره دمزدوري اردو عسکرو پراخ تعرضي بریدترسره کړ چې دمجاهدینو له لوري دکلک مقاومت په پایله کې په تېښته مجبورشول   سیمه اوس هم دمجاهدینو ترولکې لاندي ده

2015/9/3

Related posts