جولای 23, 2019

په ارزګان ولایت کي دمجاهدینو پرمختګ او ددښمن ناکامي

په ارزګان ولایت کي دمجاهدینو پرمختګ او ددښمن ناکامي
دخاص روزګان دشالۍ ناوه کي دمتک زوپه سیمه کي یوه لویه قرار ګاه  او دوې پوستې دمجاهدینو دمسلسلو بریدونو له امله برایي وتښتیدلې چي په دې سره شالۍ ناوه ټوله په بشپړ ډول دمجاهدینو لاس ته  ولویدله او همداراز دسلطان محمد ناوه چي دواړې پراخي سیمې دي داسلامي امارت تر کنترول لاندي راغلې چي اوس پکي سپین بیرغونه رپیږي  همداراز ددهراودولسوالي حاجي ظاهرکاریز کي یوه پوسته فتحه شوه او ددزدرې دغره دسر پوسته له لږ مقاومت نه بعد وتښتیدله او دچورې ولسوالۍ په زردیګي سیمه کي پرهغه ګاروان برید وشو چي دنوري دسیمې قرارګا ته یې چي له دوو میاشتو را پدیخوا تر محاصرې لاندي ده خوراکي توکي انتقالول پدې برید کي ۲شوبلې یو رینجر تخریب او ۷تنه ګوډاګي عسکر پکي ووژل شول او دخاص روزګان ولسوالي دپالان له سیمې ۱۵تنه اربکيان او دچار چینو ولسوالي له شامنشد څخه ۱۲ نفره اربکیان داسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شول ۰
قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۶/۱۱/۱۰هق 2015/8/25م

Related posts