جولای 23, 2019

خاص روزګان : په فتح شوي قرارګاه کې ۱۲۰ میله وسلې ۲رینجرموټر۱۵ موټرسایکل اوزیات شمېرمهمات غنیمت شوي

خاص روزګان : په فتح شوي قرارګاه کې ۱۲۰ میله وسلې ۲رینجرموټر۱۵ موټرسایکل اوزیات شمېرمهمات غنیمت شوي

دروزګان ولایت له خاص روزګان ولسوالۍ نه په یوه تازه رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : دیادي ولسوالۍ اړوند د سلطان محمدناوې په سیمه کې دمشهور اربکي قومندان عبدالصمد قرارګاه چې تېره ورځ دښمن دیرغلګرو له لوري دچورلکوپه مټ له خپلوملګروسره ترې وایستل شو ګڼ شمېر مهمات پکې غنیمت شوي

دیادوني ده چې دیرغلګرو او ګوډاګي دښمن چورلکو او الوتکو وروسته په قرارګاه سخته بمباري وکړه چې مهمات یې مجاهدینو ته پاتي نه شي

خو نن سهار مجاهدین په ډېراحتیاط یادي قرارګاه ته ننوتل هلته یې ۱۲۰ میله سپکي اودرنې وسلې ، ۲ عرادي رینجرموټر او ۱۵ عرادي موټرسایکل اوزیات شمېر مرمۍ اومهمات  دغنیمت په توګه ترلاسه کړل

په قرارګاه کې ددښمن دالوتکو له لوري ۲ راغورځول شوي غټ بمونه ناچاودیدلي پاتي شوي دي

2015/8/24

Related posts