نوومبر 13, 2019

هلمند: دموسی کلا او نوزاد ترمابین ۴ پوستې فتح ۴شوبلې تخریب اوجګړه په شدت سره دوام لري

هلمند: دموسی کلا او نوزاد ترمابین ۴ پوستې فتح ۴شوبلې تخریب اوجګړه په شدت سره دوام لري

دهلمند ولایت له نوزاد ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : نن سهاروختي ۴ نیمي بجې دعزم عملیاتوپه لړکې   دنوزاد اوموسی کلاولسوالیو ترمابین   دداني کاریز او ګني کاریز په سیموکې د ګوډاګي دښمن په پوستو پراخ وسلوال بریدونه پیل شول

بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې کارول کیږي اوس هم په شدت سره دوام لري

تردې مهاله ددښمن ۴ پوستې په بشپړه توګه فتح شوي اودښمن ته دسر دروند زیان اوښتی

ددښمن ۲ شوبلې په مخامخ جګړه کې او ۲ نوري شوبلې دماینونوپه مټ ویجاړي شوي دي

په سیمه کې جګړه اوس هم په شدت سره دوام لري چې په اړه نورجزئیات به یې وروسته پرلیکه شي

دیادوني ده چې بیګاه ماښام ۸ بجې دموسی کلا ولسوالۍ بازارکې ددښمن ۲ مهمې اوغټي پوستې فتح شوي اودښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته

په دې سربېره په یادو پوستوکې ۲ شوبلې له دهشکو سره ، یو سپجنین توپ ، یوه یک میله ، ۲ وسط هاوانونه ، ۳ امریکایي ثقیلان ، ۵ امریکایي ټوپکونه ، ۳۰۰ دسپجنین توپ مرمۍ ، ۲ موټره له ډول ډول مرمیو ډک او زیات شمېرنورمهمات مجاهدینو غنیمت کړل

فتح شوي سیمه په بشپړه توګه دمجاهدینوترواک لاندي ده

2015/8/24

Related posts