نوومبر 13, 2019

دکوهستانات ولسوالي له یوه ورځني سقوط نه بعد له دښمن نه بیرته مجاهدینو ونیوله

دکوهستانات ولسوالي له یوه  ورځني سقوط نه بعد له دښمن نه بیرته مجاهدینو ونیوله
دسرپل ولایت دکوهستانات ولسوالي چي له ډیره وخته داسلامي امارت دمجاهدینو په لاس کي وه چي کمونیست جنرال دوستم ورباندي  پرون  دبیرته نیولو په هدف جګړه پیل کړه او مجاهدینو تاکتیکي شا تګ وکړ ددې لپاره چي دښمن په اغفال کي وا چوي نن سهار یې ورباندي له دریو لوریو منظم برید پیل کړ چي نوموړ ولسوالي مرکز یې له ډارن دښمن نه ونیو او دقوماندان حامد کابلي په شمول یې ډیری مزدور عسکر ووژل او څو ټانګونه او رینجر موټران یې تخریب شول او زیاته اندازه وسلې او مهمات  په غنیمت ونیول شول ددوی وژل شوي ګوډاګیان  اوس هم دجګړې پر ډګر پاتې دي اوس جګړه دولسوالي دباندي دنورو سیمو دتصفیې په موخه روانه ده۰
قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۶/۱۱/۸ هق 2015 /8/23 م

Related posts