جولای 23, 2019

دخاص روزګان دسلطان محمد ناوه کي دعبدالصمد قوماندان قرارګاه فتحه شوه

دخاص روزګان دسلطان محمد ناوه کي دعبدالصمد قوماندان قرارګاه فتحه شوه
دخاص روزګان ولسوالي دسلطان محمد ناوه چي له دوې میاشتې را پدیخوا داسلامي امارت دمجاهدینو له لوري فتحه شوه او په جنګونو کي ددښمن ډیری عسکر ووژل شول او لسګونه پوستې له دښمن نه ونیول شوې چي یوازي دسیمې دظالم قوماندان عبدالصمد دکور قرارګاه چي خارجي یرغلګرو  ډیره مجکمه جوړه کړې وه پا تې وه او هره ورځ ورباندي مجاهدینو بریدونه کول چي تیره شپه مجاهدینو دتونل له لارې یو قوي انفجار پکي وکړ  او ورسره سم یې ورباندي برید پیل کړ چي دنوموړي د دوو زامنو په شمول څو تنه ګوډاګي عسکر پکي ووژل شول خو نن سهار نوموړی قوماندان او ورسره عسکر یې دهلیکوفترو په مټ وتښتیدل او  نوموړې قرار ګاه دښمن بمبار کړه ددې لپاره چي غنیمتونه دمجاهدینو لاس ته ورنشي او پر شاوخواسیمه یې هم بمبار وکړ او ۴ تنه عام اولسي وګړي یې په شهادت ورسول ګوډاګۍ اداره چي نور یې دجګړې توان بایللی  دی یوازي دا وکړل چي دا خپل جګړه مار دطیارو په مټ دمجاهدینو له پنجو وژغوري ۰
قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۶/۱۱/۸هق 2015/8/23 م

Related posts