نوومبر 13, 2019

دروزګان ولایت دوالي مرستیال اوګڼ شمېرلوړپوړومشرانو له نوي امیر سره خپل بیعت وکړ

دروزګان ولایت دوالي مرستیال اوګڼ شمېرلوړپوړومشرانو له نوي امیر سره خپل بیعت وکړ

له روزګان ولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : دهمدي ولایت لپاره داسلامي امارت د والي مرستیال ملاولي جان حمزه ، او د خاص روزګان ولسوالۍ نظامي اوملکي مسؤولینو مولوي شاولي صابر ، ملاعبدالعزیز طیب ، حافظ احمدمظهري ، ډلګۍ مشر عبدالله مطمئن ، محاذ مشران مولوي شراف الدین راشد او ملانیازمحمد نسیم ، دولایتي کمیسیون مسؤول الحاج ملاعبدالله خالد ، دجلب اوجذب کمیسیون مسؤول مولوي عبدالهادي فائض ، پخواني نظامي اوملکي مسؤولینو مولوي حمیدالله مسافر، ډاکتر محمد انور ، عبدالرحمن اوقاري عزیزالله جهاد مل دیوې پراخي غونډي په ترځ کې داسلامي امارت دبنسټ اېښودنکي عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمرمجاهد رحمه الله   روح ته دثواب په نیت دقرآن کریم ختم اودعاګاني وکړي

وروسته یادو شویو ټولو مسؤولینو دهمدي ولایت دټولو مجاهدینو په نمایندګۍ داسلامي امارت له نوي زعیم محترم امیرالمؤمنین ملااخترمحمدمنصور حفظه الله سره بیعت وکړ او کلک هوډ یې څرګندکړچې دتېر په څیربه   دنوموړي هر شرعي امرته لبیک وایو

2015/8/23

Related posts