جولای 23, 2019

هلمند: سنګین کې ۲پوستې فتح ۲۸ګوډاګیان مړه او ژوبل زیات شمېرمهمات غنیمت شول

هلمند: سنګین کې ۲پوستې فتح ۲۸ګوډاګیان مړه او ژوبل زیات شمېرمهمات غنیمت شول

دهلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : بیګاه شپه دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ دیازار د کندهار آدې په سیمه کې دګوډاګي پولسو په ۲ مهموپوستو پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول

بریدونه چې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو پوره درې ساعته یې دوام وکړ

دبریدونوپه پایله کې دواړې پوستې په بشپړه توګه فتح اوپکې میشت ۱۳ تنه ګوډاګي پولیس ځای پرځای قتل ۹ تنه یې ژوبل اوپاتي نوريې په تېښته بریالي شول

په پوستو کې ددښمن ۳ ثقیلان ، ۴ کلاشنکوفونه ، یو راکټ ، یو خفیف ، ۲۵۰۰ زره میده مرمۍ اوګڼ شمېرنورمهمات غنیمت شول او یورینجرموټریې وسوځول شو

وروسته چې سیمي ته نورپولیس دکومک په موخه راروان ؤ دمجاهدینو له کمین سره مخ شول چې په ترځ کې یې یو ټانګ دهشتاد دوپه مټ ویجاړ او۶ تنه ګوډاګي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

په جګړه کې   ۲تنه مجاهدین هم زخمیان شوي

2015/8/23

Related posts