اکتوبر 24, 2019

کندز کې ۲ لوی کلي له اربکيانو پاک او ۶ اربکيان ووژل شول

کندز کې ۲ لوی کلي له اربکيانو پاک او ۶ اربکيان ووژل شول

د کندز ولايت د مرکز اړوند د ايشانانو او سجاني کلې د مجاهدينو له خوا د يو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کې له اربکيانو پاک شول.

د راکړل شوي خبر په اساس مجاهدينو تېره ورځ غرمه ۱۰ بجې په سيمو کې په اربکيانو عمليات پيل کړل چې د ماخستن تر ۹ بجو يې دوام وکړ او په پای کې يې دواړه کلي په بشپړه توګه فتحه او اربکيان ترې وتښتېدل.

په دې اوږدمهاله جګړه کې ۳ اربکيان ووژل شول چې د ۱ جسد يې تر اوسه په سيمه کې پاتې ده.

په جګړه کې يو شمېر مهمات او وسلې هم غنيمت شوي.

خبر زياته کړې ماسپښين مهال ۲ بجې په چقور قشلاق سيمه مکې هم له دښمن سره نښته رامنځته شوه چې تر ماخستنه يې دوام درلود، په دې نښته کې ۳ عسکر قتل او ۲ نور ټپيان شول.

2015-02-22

Related posts