جولای 23, 2019

هلمند: موسی کلاکې ۲ پوستې فتح دقومندان اومعاون په شمول۶ ګوډاګیان قتل زیات شمېرمهمات غنیمت شول

هلمند: موسی کلاکې ۲ پوستې فتح دقومندان اومعاون په شمول۶ ګوډاګیان قتل زیات شمېرمهمات غنیمت شول

دعزم عملیاتوپه لړکې بیګاه شپه ۲ بجې داسلامي امارت قهرمانومجاهدینو دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ بازارته څیرمه د نبو اکا په کلي کې دګوډاګي پولیسو په غټه اومهمه پوسته وسلوال بریدترسره کړ

بریدچې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو پوره دوه ساعته یې دوام وکړ

دبریدپه پایله کې پوسته په بشپړه توګه فتح اوپکې میشت دقومندان (کامران ) اودهغه معاون (زلمي) په شمول ۶ تنه ګوډاګیان قتل اویوبل یې په تېښته بریالی شو

ددښمن یورینجرموټر، یوکرولاموټر، ۲ ثقیلان ، ۲ آرپي جي راکټ ، ۵ کلاشنکوفونه ، ۴۰۰۰ دکلاشنکوف اوثقیل مرمۍ ، ۵ دراکټ مرمۍ ، اوګڼ شمېر نورډول ډول مهمات غنیمت شول اویوه شوبله یې وسوځول شوه

همداراز په یاده سیمه کې دمزدوري اردو دعسکرو یوه بله پوسته هم فتح شوي چې په اړه نورجزئیات به یې وروسته پرلیکه شي

دبریدپه مهال مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

دیادوني ده چې وړمه شپه هم دیادي ولسوالۍ بازارته څیرمه ددښمن یوه مهمه اوغټه پوسته په بشپړه توګه فتح دپوستې قومندان ( دریاب ) او ۷ تنه ګوډاګي پولیس ځای پرځای قتل او ۷ تنه نور یې ژوندي اسیران   ا و ۲ تنه یې په تېښته بريالي شول اویوه شوبله له دهشکې سره ، ۲ ثقیلان ، ۲ راکټونه ، ۱۴ کلاشنکوفونه ، یوچريکي هاوان ، یوه توپنګچه ،   ۱۸۰۰۰    دثقیل اوکلاشنکوف مرمۍ ، ۳۰   دراکټ مرمۍ ، ۴۰ دچريکي هاوان مرمۍ ، ۲ غټي مخابرې اونور ډول ډول مهمات مجاهدینو غنیمت کړل ، همداراز ددښمن یوه کرولا اویورینجرموټرپه پوسته کې وسوځول شول

2015/8/19

Related posts