جولای 23, 2019

ددوستم لپاره اوس تر ټولو خوندي ځای المار دی !!

ددوستم لپاره اوس تر ټولو خوندي ځای المار دی !!
له دوو ورځو را پدیخوا ددوستم ګلمجم ملیشو دقیصار پر حاکمو نقطو او استقامتونو لکه نو اباد او خواجه کندو خپل ټول زور وکاراوو چي که وکولای شي ځان ته داوړو پوزه جوړه کړي خو بیا هم ونه توانیدل چي  دعزم دغازیانو په وړاندي اقلاً یو ساعت هم ډغره ووهي له لنډې نښتې بعد یې د ۱۱ مزدورو عسکرو په وژل کیدلو او ژوبل کیدلو له فاضحانه ماتې سره مخ شول یو دشپې دوربین او ۴میله اسلحه  دمجاهدینو لاس ته ورغله کله چي له نوموړې جګړې بعد مجاهدین دیو مصلحت پر بنا چي دجګړې دتمدید له امله ملکي خلک متضرر نشي دخپلو مرکزونو پر لور ستانه شول نو دې وحشي ملیشو دبیرته راګرزیدلو په مهال د ملکي خلکو دکورونو سامان الات او شتمني لوټ او څو نورو کورونو ته یې اور ورته کړ همداراز دچل ګزي په چنار دره کي هم ددښمن یو ټانګ او ۴ مزدور عسکر او په قته ولنګ سیمه کي یې ۱۰ تنه ګوډاګي عسکر په برید ونوکي له منځه ولاړل باید یادونه وکړو چي مجاهدین الحمدلله ددښمن په وړاندي ډیر په میړانه او زړورتابه سره مقاومت کوي دوستم چي وداسي خطرناکو جګړو ته زړه نه ښه کوي یوازي پر دروغجنو تبلیغاتو تکیه کوي تراوسه دجګړې ډګر ته ندی حاضر شوی دالمار به مرکز کي ناست دی  او له هغه ځایه خپلو اوباشانو ته کوردینات ورکوي مخامخ دجګړې توان یې له لاسه ورکړی دی ــــــــ
په دې ټوله دوه ورځنۍ جګړه کي زموږ ۶ تنه مجاهدین ژوبل شوي او ۴ تنه شهیدان شوي ( انالله وانا الیه راجعون ) ۰
قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۶/۱۱/۳هق 2015/8/18م

Related posts