نوومبر 13, 2019

له نوي زعیم امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره دقندهار ښار دچریکي مجاهدینو دبیعت اعلان

له نوي زعیم امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره دقندهار ښار دچریکي مجاهدینو دبیعت اعلان

له نوي زعیم امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره

دقندهار ښار دچریکي مجاهدینو دبیعت اعلان

د قندهارولایت نه دقندهار ښار دچریکي مجاهدینو عمومي مسئول حاجي قاضي (سپین طالب) دخپلو سوونو مجاهدینو په نمایندګي دامیرالمؤمنین درنې کورنۍ داسلامي امارت مجاهدینو او اسلامي امت ته دامیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دوفات کیدلو تعزیت او درناوي مراتب وړاندي کوو او داسلامي امارت له نوي زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد (منصور )حــَفِظه الله سره خپل بیعت اعلانوو او هوډ  څرګند وو چي هغسي به یې اطاعت کوو لکه دمرحوم امیر المؤمنین لوی ملاصاحب په ژوند کي چي مو دهغه داوامرو اطاعت کاوو موږ نوي زعیم حفظه الله او ټولو داسلامي امارت سرسپارلو  مجاهدینو ته دعا کوو چي متعال خدای یې  په ټولو جهادي کارونو کي نور هم برکت واچوي او د الله رب العزت نه غواړو چي پدې لاره کي لاهم ښه متانت ، خلوصِ نیت را نصیب کړي او له الله عز وجل څخه غواړو  چي داسلام هیواد اوزموږ دسپیڅلو ارمانونو غلیمان په خپلو شومو ارمانونو کي نامراد او ناکام شي او په هیواد کي مو یو اسلامي اوشرعي نظام نافذ شي ۰
والسلام
(سپین طالب )۱۴۳۶/۱۱/۲۳

Related posts