نوومبر 13, 2019

د پکتيا ولايت د نظامي قطعې مسؤل مولوي عزيزالله سعيد د تعزيت او بيعت پيغام

د پکتيا ولايت د نظامي قطعې مسؤل مولوي عزيزالله سعيد د تعزيت او بيعت پيغام

نحمدک یا من شرح صدورنا لاطاعت الامر

زه د اسلامي امارت لخوا د پکتيا ولايت د نظامي قطعي مسؤل د خپلو ټولو ملګو په نمايندګي د عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات د سترې ضايعې له امله د هغه قدرمنې کورنۍ، اقاربو، د اسلامي امارت ټولو مشرانو او مجاهدینو ته تسليت وړاندي کوم.
الله تعالی دي د ملاصاحب مرحوم ستړياوي او قربانۍ په خپل دربار کې قبولي او الله جل جلاله دي يې لوړي درجې نصيب کړي.
زه د خپلو ټولو مشرانو او کشرانو ملګرو په استازيتوب د اسلامي امارت له نوي زعيم اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره بيعت اعلانوم او وعده کوم چې د شريعت په چوکاټ کې به يې په ټولو امورو کې بشپړ اطاعت او فرمانبرداري کوم.
الله تعالی دي په خپل فضل سره منصور صاحب حفظه الله په دې ستر مسؤوليت کې کامياب او سرفرازه لري.
آمين
مولوي عزيزالله سعيد، په پکتيا ولايت کې د اسلامي امارت د نظامي قطعې مسؤل.

Related posts