اکتوبر 24, 2019

دایکندي : اجرستان کې له ګوډاګیانوسره سخته جګړه روانه ده

دایکندي : اجرستان کې له ګوډاګیانوسره سخته جګړه روانه ده

قاري محمدیوسف احمدي :

ددایکندي ولایت له  اجرستان ولسوالۍ نه  داسلامي امارت مسؤول مجاهدین خبرراکوي چې : دتېري جمعې په ورځ دیادي ولسوالۍ اړوند د  دهمزلا خیلو  په سیمه کې  ګوډاګي دښمن دمجاهدینو په مرکزونوپراخ تعرضي  بریدپیل کړ چې دمجاهدینو له لوري له کلک مقاومت سره مخ  شول  اودرنه جګړه رامنځ ته شوه

جګړه چې پکې له سپکو اودرنو وسلو کاراخستل کیږي اوس هم په شدت سره دوام لري

تردې مهال  ددښمن دیوه تن ګوډاګي عسکر دوژل کیدو تائید شوی

په  جګړه کې پنځه تنه مجاهدین هم زخمیان  شوي

دجګړې په اړه نورجزئیات به  وروسته خپاره شي

2015/2/22

Related posts