نوومبر 13, 2019

دصحت کمیسون ساحوي مسؤل مولوی حسام الدین (صابری) دتعزیت اوبیعت پیغام

دصحت  کمیسون ساحوي مسؤل مولوی  حسام الدین (صابری) دتعزیت اوبیعت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

دعالیقدرامیر المومنین ملامحمد عمر مجاهد دوفات په رسمي خبر دټول امت په خصوصي توګه با احساسه مسلمانانو ته دروند غم ورسیده دخپل پلار ورور او زوی پر مرګ به هم څوک دومره

نه وی نا قرار شوي څومره چې به اسلامي امت په خاصه توګه دافغانانو محسن دمرګ په خبر ناقرار شول

زه اول دالله رب العزت له درګاه عالیقدر امیرالمومنین ملامحمد عمر مجاهد ته جنت الفردوس غواړم

او کورنی ته ئې صبر جمیل او اجر عظیم غواړم او وروڼو او زامنو او د کاروان ټولو ملګرو ته ئې له الله ج څخه په حق ثابت قد مي غواړم

دوهم : ټول اسلامي امت او په خاصه تو ګه افغانانو او دجهادي سنګر مقد سواو اتلو مجاهدینو او داسلامی امارت سرسپارلو ملګرو ته د قدرمند نوی امیر او کابیني مبارکي وایم اوبیعت ورسره کوم له ټولو ملګرو او مسلمانانو څخه دا غوښتنه کوم چې د زړه په صدق بیعت او پوره همکاري ورسره وکړي او له الله ج څخه ورته دخیر او عافیت دعا ګانې وغواړی .

زه ټولو مسلمانانو ته ډاډ ورکوم چې ا ن شاءالله د پخواني امیر دکرامت او د نوی امیر او ملګرو د مدبرانه مشری په مټ به جهادي کاروان د ازادی ساحل ته ووځي.

وما ذالک علی الله بعزیز

داسلامی امارت د کامیابی په هیله

ستاسو ورور مولوی حسام الدین (صابری) داسلامي امارت دصحت دکمیسیون ساحوي مسئول

Related posts