جولای 23, 2019

هلمند: موسی کلاکې مهمه پوسته فتح قومندان او ۷پولیس قتل۷ اسیران ګڼ شمېرمهمات غنیمت شول

هلمند: موسی کلاکې مهمه پوسته فتح قومندان او ۷پولیس قتل۷ اسیران ګڼ شمېرمهمات غنیمت شول

دهلمند ولایت له موسی کلا ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : بیګاه شپه ۱۲ بجې دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ بازارته څیرمه د غونډۍ په سیمه کې دګوډاګي پولیسو په مهمه اوغټه پوسته دمجاهدینوله لوري وسلوال بریدترسره شو

بریدچې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي پوره ۳ ساعتونوپوري یې دوام وکړ

دبریدپه پایله کې دپوستې قومندان ( دریاب ) او ۷ تنه ګوډاګي پولیس ځای پرځای قتل او ۷ تنه نور یې ژوندي اسیران   ا و ۲ تنه یې په تېښته بريالي شول

 

ددښمن یوه شوبله له هشکې سره ، ۲ ثقیلان ، ۲ راکټونه ، ۱۴ کلاشنکوفونه ، یوچريکي هاوان ، یوه توپنګچه ،   ۱۸۰۰۰    دثقیل اوکلاشنکوف مرمۍ ، ۳۰   دراکټ مرمۍ ، ۴۰ دچريکي هاوان مرمۍ ، ۲ غټي مخابرې اونور ډول ډول مهمات مجاهدینو غنیمت کړل

همداراز ددښمن یوه کرولا اویورینجرموټرپه پوسته کې وسوځول شول

مجاهدینوته لله الحمدهیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

2015/8/18

Related posts