نوومبر 13, 2019

د خوږياڼو او چپرهار ولسواليو پخواني مسئول قاري عمر تعزيت او بيعت

د خوږياڼو او چپرهار ولسواليو پخواني مسئول قاري عمر تعزيت او بيعت

د يو جهان غم او وير فضاء کې مو د اميرالمؤمنين ملامحمدعمر مجاهد د وفات لړزوونکی خبر تر لاسه کړ. انا لله وانا اليه راجعون. الله جل جلاله دې د ده ارمانونه نيمګړي نه پرېږدي. هغه سرښندنې دې الله جل جلاله ورته قبولې کړي، چې په يوازې سر يې د اسلامي ورورولۍ د ساتنې په خاطر ټولې نړۍ سره په جګړه او اسلامي شريعت په نفاذ کې وړاندې کړې. موږ د نوموړي امير د تعزيت لپاره د هغه د شان کلِمات نه لرو، مګر هغه چې د کايناتو سردار صلی الله عليه وسلم ويلي : ان لله ما اخذ واعطی وکل شیء عنده باجل مسمی فلنصبر ولنحتسب.

ورپسې د هغه ځای ناستي اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصورصاحب سره د خپلو اوو(۷) دلګيو په استازيتوب بيعت اعلانوم :

نبايعکم علی السمع والطاعة في المعروف فی المنشط والمکره، والعسر واليسر، وعلی ان لاننازع الامر اهله، وان نقول الحق حيثما کنا، وان لانخاف في الله لومة لائم، وعلی اثرة علينا، ما لم نر کفرا بواحا عندنا فيه من الله برهان.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

قاري عمر د خوږياڼو او چپرهار ولسواليو پخوانی مسئول د خپلو اوو(۷) دلګيو په استازيتوب

 

Related posts