نوومبر 13, 2019

د ننګرهار د کمیسون د غړي محترم مولوي صاحب “عبدالرحمن حبیب زی” تعزيت او بيعت

د ننګرهار د کمیسون د غړي محترم مولوي صاحب “عبدالرحمن حبیب زی” تعزيت او بيعت

د امارت پر وخت د سره رود او نازیانو ولسوال او دمګړۍ د ننګرهار د کمیسون برحاله غړي او د چپرهار په ولسوالۍ کې د لسګونه مجاهدین مسؤل محترم مولوي صاحب “عبدالرحمن حبیب زی” د ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د خدای بخښلي امیرالمؤمنین مړینه یې د نړۍ د مسلمانانو لپاره یوه ستره ضیاع بللې.

ښاغلي حبیب زي زیاته کړې؛ ارواښاد امیرالمؤمنین د اسلامي نړۍ د ویښتابه او د مستبدو رژیمونو څخه د خلاصون لپاره محکومو ملتونو ته یو مشال روښانه کړ. الله دې د ارواښاد خدمات قبول کړي او موږ ته دې څښتن تعالی دده “رحمه الله ” په بل کړي مشال د بون توفیق نصیب کړي ترڅو دده “رحمه الله” نیمګړې هیلې تکمیل کړو.
مولوي صاحب حبیب زی په پای کې د خپلو ټولو مجاهدینو په نمایندګۍ د نوي زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور حفطه الله سره، په السمع والطاعه د بیعت تجدید کوي او د ژوند تر پایه ورسره په حق کې د وفا ژمنه کوي.
الله دې عالیقدر امیرالمؤمنین ته د لا زیات ښه خدمت توفیق او په جهادي امورو کې لا زیاتې بریاوې ور په برخه کړي. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

Related posts