جولای 23, 2019

کندز : خان اباد کې تعرضي بريدونه په شا او ۱۳ عسکر وژل شوي

کندز : خان اباد کې تعرضي بريدونه په شا او ۱۳ عسکر وژل شوي

د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د دښمن پراخ تعرضي بريدونه په شا وتمبول شول.

د خبر په اساس د دښمن عسکرو تېره ورځ د ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې په مجاهدينو تعرضي بريدونه وکړل چې له سخت شکست سره مخ شول، د معلوماتو له مخې په نښتو کې د دښمن ۱۳ تنه عسکر وژل شوي او نور په تېښته توانېدلي.

خبر زياته کړې نن سهار مهال هم د دښمن عسکرو په بوين، خواجه قند او جنګلباشي سيمو کې ۴ ځله تعرضير بريدونه وکړل چې ټول يې د تلفاتو په ګاللو پای ته ورسېدل.

په دې جګړه کې دښمن ته د اوښتي زيان په اړه تر اوسه پوري دقيق معلومات نشته او د دښمن په ډزو ۳ تنه مجاهدين ټپيان شوي.

2015-08-16

Related posts