جولای 23, 2019

بادغیس : جوند اوقادس کې ۳پوستې فتح ۲۶ګوډاګیان قتل مهمات غنیمت شول

بادغیس : جوند اوقادس کې ۳پوستې فتح ۲۶ګوډاګیان قتل مهمات غنیمت شول

له بادغیس ولایت نه مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : دجوند ولسوالۍ اړوند د اخیانو په سیمه کې دګوډاګي دښمن په هغه قوه پراخ وسلوال بریدترسره شو چې ۲ ورځي وړاندي سیمي ته دعملیاتوپه موخه راوتلي وه

جګړه پرون مازدیګر ناوخته ددښمن په تېښته سره پایته ورسیده

په دې دوه ورځنۍ جګړه کې ۲۱ تنه ګوډاګیان قتل ۹ ژوبل شوي چې دځینو وژل شویو ګوډاګیانو جسدونه اوس هم دجګړې په ډګر پاتي دي

په دې جګړه کې له دښمن څخه یوثقیل ، یوراکټ ، ۴ کلاشنکوفونه ، ۸ عرادي موټرسایکل مجاهدینو په غنیمت نیولي

په جګړه کې یوتن مجاهد شهیداو ۳ تنه نورزخمیان شوي دي

همداراز دهمدي ولایت دقادس ولسوالۍ اړوند د ګلچین اوجوالغ په سیموکې پرون سهاردګوډاګي پولیسو اوعسکرو په ګڼ شمېرپوستو اومرکزونو دمجاهدینوله لوري بریدونه ترسره شول چې دشپې تر۱۲ بجوپوري یې دوام وکړ

دبریدونوپه پایله کې ددښمن ۳ پوستې په بشپړه توګه فتح تر ۵ تنه زیات ګوډاګیان قتل اوګڼ شمېر یې ژوبل شوي دي او دڅلورو کلاشنکوفونوپه شمول یې یو لړمهمات غنیمت شوي دي

په جګړه کې داسلامي امارت ۵ تنه مجاهدین زخمیان او ۲ تنه دشهادت لوړمقام ته رسیدلي ، تقبلهم الله

2015/8/16

Related posts