نوومبر 22, 2019

دمرکزي،مشرقي،جنوبي اوشمال سیمو د مرکزي دار الافتاء له لوري د تسلیت اوبیعت پیغام ( غږیز)

دمرکزي،مشرقي،جنوبي اوشمال سیمو د مرکزي دار الافتاء له لوري د تسلیت اوبیعت پیغام ( غږیز)
دمرکزي،مشرقي،جنوبي اوشمال سیمو د مرکزي دار الافتاء
له لوري د تسلیت اوبیعت پیغام ( غږیز)
بسم الله الرحمن الرحيم.
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم :
اما بعد: فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم.
{كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ} [آل عمران: 185]
قال رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ لِلَّهِ مَا أَخَذَ، وَلَهُ مَا أَعْطَى، وَكُلٌّ عِنْدَهُ بِأَجَلٍ مُسَمًّى.(رواه البخاري)
وانا لمحزونون بفراق امير المومنين الملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالى رحمة واسعة.
كه څه هم د امير المومنين دمرګ خبر زيات وځورلو خودالله پاک پريکړو ته تسليم يو،الله پاک دې له مرحوم امیر  المومنين څخه داسلام په لاره کې  ټولې خوارۍ اوقربانۍ قبولې کړي .
په لومړي قدم کې د اسلامي امارت مرکزي دار الافتاء له لوري داسلامي امارت مشرتابه ، دعالي شورا غړو اودمرحوم ملاصاحب کورنۍ ته دتسليت پيغام وړاندې کوو اوله الله پاک څخه دوی ټولو ته دستر اجر غوښتنونکي یو .
په دویم قدم کې  موږ ټول د اسلامي امارت له نوي ټاکل شوي مشر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله  سره د بعیت اعلان په داسي ټکو کې کوو:
(بايعناك يا امير المومنين الملا اختر محمد المنصور حفظه الله تعالى! على السمع والطاعة ما استطعنا في مكرهنا ومنشطنا وفي عسرنا ويسرنا وعلى أثرة علينا ما تقودنا بكتاب الله تعالى ولم تامرنا بمعصيته تعالى)
الله جل جلاله مو، په ټولو ديني او دنيوي چارو کې بریالي ولره، او د اسلام د دښمنانو په مقابل کې دې بشپړ استقامت درپه برخه کړي.
او همدا راز له ټولو علماوو، مشرانو او مجاهدینو وروڼو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې په یوه خوله له نوي امیر المومنين ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره بیعت وکړي، تر څو دغه اسلامي صف یوموټی او متحد پاته شي، او د اسلام د دښمنانو هغه شومې  هيلې اوهڅيچې له ډېره وخته يې د مجاهدينو ترمنځ د درز اچولو له پاره کوي له خاورو سره خاورې شي، او مجاهدين د تېر په څېر یو موټی او متحد پاته شي.
اتحاد او یووالی که له یوې خوا د اسلام منل شوی حکم دی له بله پلوه دجهادي صف روح ، او د بریا بنسټ ګڼل کیږي الله جل جلاله فرمايي:
{وَأَطِيعُوا اللهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ} (الانفال:۴۶)
ژباړه: او دالله او دهغه د رسول خبره منئ او خپلوكې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او باد (برم) به مو لاړشي، او صبركوئ يقيناً الله  له صابرانو سره (مل) دى.
او بل ځای فرمايي:
{وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا} [آل عمران: 103]
ژباړه: او تاسو ټول د الله په رسۍ (دين) منګولې ولګوئ اوګوندي مه كوئ
همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اسْمَعُوا وَأَطِيعُوا، وَإِنِ اسْتُعْمِلَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ، كَأَنَّ رَأْسَهُ زَبِيبَةٌ» (رواه البخاري رقم الحديث: 7142)
انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وېلي: (د مشرانو خبرې ته ) غوږ نیسئ او خبره يې منئ، که څه هم داسې (تور) حبشي غلام درباندې مشر شي چې سر يې د وڅکې په څېر (وړوکی) وي.
وروڼو! تر څو چې مسلمانان متحد وو په نړۍ يې واکمني کوله، نړۍ ته يې تمدن او پرمختګ ور وپېژاند، د علم او عرفان ډېوې يي په کې بلې کړې، خو کله  چې د اختلافونو ښکار شول بیا په نړۍ کې شاته پاته او کړېدلی ولس ترې جوړ شو، همدا اختلاف و چې عثماني خلافت يې ټوټه ټوټه کړ ، اندلس او قرطبه ، ترمذ او تاشقند، بخارا او سمرقنديې د پردیو غېږې ته ورټېل وهل، چې تر اوسه يې ولسونه د خونخوارو کفارو له ظلم او تېري څخه کړيږي.
هو منو! چې ګلې ماڼې به وي، هرڅوک چې د څومره قدر وړ وي، هغومره قدر به يې نه وي شوی، له یو چا سره به د هغه له شان سره لائق چلند نه وي شوی، خو آیا دا ددې دلیل کېدلی شي، چې موږ دې ځان له جهادي صف نه وباسو؟.  آیا دغه خبره دومره ارزښت لري چې اسلامي صف دې  ورته مات کړل سي، مسلمانان په خپلو کې سره لاس او ګریوان شي، او خدای مه کړه جهادي یون مو دې زیامن شي؟؟؟.
راځئ! د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښونو ته ځیر شو:
 عن عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه قَالَ : دَعَانَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَبَايَعْنَاهُ.فَقَالَ فِيمَا أَخَذَ عَلَيْنَا: «أَنْ بَايَعَنَا عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، فِي مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا، وَعُسْرِنَا وَيُسْرِنَا وَأَثَرَةً عَلَيْنَا، وَأَنْ لاَ نُنَازِعَ الأَمْرَ أَهْلَهُ، إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا، عِنْدَكُمْ مِنَ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ»(متفق عليه)
عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ راوبللو او بیعت (لاس نیوی) مو ورسره وکړ، په کومو خبرو چې مو بیعت وکړ یوه په کې دا وه چې: په خوښ او نا خوښ کار ، په ګران او اسانه کار او دا چې مشران مو(دنیاوي) حق نه ادا کوي (بیاهم په ټولوحالاتو) کې به  غوږ نيسو او خبره به منو. چاته چې کار سپارل شوی له هغوی سره به تر هغو لانجې نه کوو ترڅو چې مو داسې ښکاره کفر نه وي لیدلې چې تاسو (يې د ناروا والي) څرګند دلیل لرئ .
په دریم قدم  کې له اوسني مشرتابه او عالي شورا څخه  مو یواځنۍ هيله او اروز داده چې دغه صف همداسې متحد اوپياوړي وساتي اوپرې نه ږدي چې په دې حساسو شيبو کې داسلام دښمنان زموږ دغه پياوړي صف په ډلو ووېشي . اوکه هر څوک (مشر یا کشر) په لوي لاس د همدغه صف د وېشلو هڅې کوی اويايې هم د وېش سبب ګرځي نو نه يواځې له امير المومين رحمه الله سره يوډول بي وفايي کوي، بلکې د الله پاک په دربار کې به ددغه ستر مسوليت ځواب ووايي .
او همداراز نبوي اخلاق: د دين په لاره کې صبر ، استقامت ، او تقوا د ځان شعار وګرځوئ که خدای کول بریالي به یاست .
د مرحوم امير المومنين دبريا راز په دې کې و چې خپل ملګري يې پرځان راټول کړي وو، د طالبانو صف يې واحد او پياوړي ساتلی و، په واقعي معنا د صبر او استقامت يو لوی غر و ، د حيا او نبوی اخلاقو يوه ژوندۍ  نمونه وه،د اخلاص اوتقوا يو ژوندی مثال و، له کچې وتلي زړه سواندي اولورينه يې لرله .
 
او په پای کې یو ځل بیا دعاء کوو :
ملاصاحبه! الله پاک دې درباندې ډیر ډیر رحمتونه وکړي، رښتياچې ټول ژوند دې داسلام اومسلمانانودخدمت له پاره وقف کړی و، اود آخرت سفر دې الله پاک درته دستر سعادت سفر وګرځوي .
آمين ثم آمين ثم آمين
و السلام
 
د افغانستان اسلامي امارت
 
دمرکزي،مشرقي،جنوبي اوشمال سیمو د
مرکزي دار الافتاء له لوري
‏28‏/10‏/1436هـ
 نوټ: دیادي دارالافتاء مسئول محترم شیخ الحدیث مولوي نورالله صاحب په غږ کې هم دتعزیت او بیعت پیغام را لیږ لی چي دلاندي تڼۍ په کښې ښودلو سره یې او رید لی شئ

 

Related posts