نوومبر 21, 2019

د دوستم اوتې بوتې او دفاریاب روان وضعیت

د دوستم اوتې بوتې او دفاریاب روان وضعیت
دګلم جم ملیشو کمونسیت جنرال  دوستم  چي د دوو شرقي او غربي امپریالیزمونو داوطلبانه غلام او دخپل هیواد او اولس په وړاندي تر بل هرچا وړاندي ستر غلیم ثابت شوی چي په دې وروستیو کي دفاریاب ولایت ته تللی او هلته کله دیوې او کله دبلې ولسوالۍ  دنیولو ادعاوې کوي حتی ده دخپل جنون له مخې دفاریاب ونیولو ته یوه ورځ وخت وټاکو چي دا تر بل هرڅه دخنداوړ ده ځکه له داسي چاسره چي یو ځل یې  همدلته شرمونکې ماتې خوړلې یو ځل بیا په پټو سترګو دبریاوو نغاره ډنګوي هغه اوباشان چي دی یې دډالرو په بدل کي ودې ناموجه جګړې ته هڅوي  ورځ تر بلې له جګړې تښتې او یا هم داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیمیږي چي په دا یوه نیمه میاشت کي ددوی له لیکو درا جلاشويو او له اسلامي امارت سره یو دیوځای شويو عسکرو تعداد تر دوو سو اوړي دا پخپله ددوی دادارې ضعف او دټیټ مورال نغدثبوت دی
موږ ده دوستم دا ګواښ چي دفاریاب ځینې سیمې یې نیولې او پاتې یې تر سبا پوري نیسي یو جګړه ییز جنون بولو نه بل څه
داسلامي امارت د(عزم) غیرتي او سرسپارلي سپاهیان به ددوستم او دده په څیر دهر ګوډاګي په وړاندي خپل قوت ښیي او له داسي جنایت کارانو به دخپل هیواد دلویشت لویشت نه دفاع کوي ۰
قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۶/۱۰/۳۰هق 2015/8/15م

Related posts