نوومبر 22, 2019

دقندهار په بولدک ولسوالي کي دګوډا ګۍ ادارې چار واکو د۲ تنو مجاهدینو جسدونه په اور وسوځول

دقندهار په بولدک ولسوالي کي دګوډا ګۍ ادارې چار واکو د۲ تنو مجاهدینو جسدونه په اور وسوځول
پرون دقندهار ولایت دبولدک ولسوالۍ دناوې په سیمه کي دوه تنه کجاهدین له مزدورو عسکرو سره په جګړه کي شهیدان شول چي بیا یې جسدونه دعسکرو له لوري دبولدک ولسوالۍ مرکز ته راوړل شول چي نن یې دګوډاګۍ ادارې دظالمو او وحشي چار واکو له لوري په رڼاور ځ وجسدونو ته اور ورته کړ او په ډیر قساوت او بې رحمۍ سره یې وسوځول داشرف غني غلامه اداره چي دامریکایي لنډهرو له خوا را منځ ته شوې او دهغوی په چوپړ کي ده دهغوی دارمانو نو دپلي کولو په موخه هر جنایت تر سره کوي دا په خپل ډول کي لمړۍ پیښه نده دهیواد په نورو سیمو کي هم ددوی له لوري دا راز جنایات تر سره شوي چي یوه بیلګه یې څو میاشتي وړاندې دزابل په مرکز ډورۍ کي ډیر په بې رحمۍ سره د دوو تنو مجاهدینو سوځل وو چي بیا یې جسدونه دپوپلزي خان دمانده په هدیره کي دکلیوالو له خوا خاوروته وسپارل شول چي دا اعمال دټولو بشري قوانینو خلاف عمل دی او موږ یې په کلکه غندنه کوو اودداسي جنایت کارانه اعمالو په وړاندي به موږ بې تفاووته نشو پاتې او په هر قیمت چي وي موږ به یې له عامیلینو انتقام اخلو
موږ دنړۍ له هغو نهادونو چي دبشر حقوقو ته ژمن دي دا په کلکه غواړو چي دا شوم عمل دي تقبیح او عاملین دي مجازات کړي ۰
قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۶/۱۰/۲۸هق 2015/8/13م

Related posts