جولای 23, 2019

د اسلامي امارت د نوي امیر له طرفه د ټولو بیعت کوونکوله بیعت کولو څخه دقبوليت او مننې پیغام

د اسلامي  امارت  د نوي امیر  له طرفه  د ټولو بیعت کوونکوله بیعت کولو څخه دقبوليت او مننې پیغام

بسم الله الرحمن الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العالمين ، والعاقبة للمتقين ، والصلاة والسلام علي خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه  اجمعين وبعد!

یقول الله عزوجل :

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ (5) القصص

ویاړم  چې په داسې حال کې  لتاسي سره مخاطب یم چې په مجاهد افغانستان کې  د امریکا په مشري  کفري  ایتلاف شکست خوړلی  او  ماتې خوړلي ځواکونه یې په ذلت او شرمنده ګي له افغانستان څخه  په وتو دي .

لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4) الروم

مونږ  په دې پوره باورلرو چې دا لویه  بریا  لومړی د الله  په نصرت اوبیا د افغان مسلمان ولس  په بیسارو قربانیو او د اسلامي امت  د هر اړخیزه  معنوي او مادي مرستو  په برکت   زمونږ په برخه شوې.

د بهرنیو یرغلګرو په مقابل کې  زمونږ  ۱۴ کلن مقدس جهاد چې اوس لله الحمد  د موفقیت وروستۍ مرحلې ته رسیدلی  د امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله په قیادت کې تر سره  شوی  چې د ا افتخار او ویاړ به   دتل لپاره  د مسلمانانو په تاریخ کې  د ده په نوم ثبت وي .

اوس چې  نوموړی  د الله  دتقدیر او قضا له مخې  وفات شوی  او د زعامت او مسؤلیت دروند پیټی د علماوو، جهادي قومندانانو ، مجاهدینو او  ټول  مجاهد ولس لخوا زمونږ  په غاړه  را اچول شوی  له الله تعالی څخه  ځانته په دې درانه مسؤلیت  حسن توفیق  غواړم .

  غواړم  د خپل  دې پیغام په وسیله  له ټولو هغو قدرمنو  وروڼو څخه چې  له مونږ سره   یې د اسلامي امت په دغو حساسو او سختو شیبو کې خواخوږي او مواسات ښکاره کړی مونږ ته  یې  د امیر المؤمنین  د وفات له امله  د تعزیت پیغامونه  رالیږلی ، او یایې هم  له مونږ  سره د اسلامي  امارت د نوی امیر او د مسلمانانو دخدمتګار په تو ګه  بیعت کړی له هغو ټولو محترمو څخه  د زړه له کومې مننه کوم .

د دغو محترمو وروڼو له جملې  څخه  تر ټولو له مخه  د نړیوال جهادي  تنظیم  (قاعدة الجهاد) محترم  امیر جناب ډاکټر صاحب  ایمن الظواهري حفظه الله څخه  دهغه بیعت قبلوم، ترې مننه او شکرګذاري کوم چې  دتعزیت او مواسات  ترڅنګ یې دخپل ځان او خپلو اړونده مجاهدینو بیعت  هم مونږ ته راولیږه، همداراز د جهاد په سنګرونو کې د ناستو  مجاهدینو ، دمدارسو ، پوهنتونو او علمي مراکزو استاذانو ، د هیواد ملي شخصیتونو او نورو ټولو هغو  اسلامي او جهادي شخصیتونو ، جهادي  تنظیمونو  چې  د نړۍ له ګوټ ګوټ  څخه یې  د خپلو ځانګړیو پیغامونو  په وسیله  له مونږ سره  غمشریکي کړې او يايې هم  له مونږ سره  دجهادي امیر په توګه بیعت کړی  مقابلتا ورڅخه مننه  او شکر ګذاري کوو  او له الله تعالی  څخه  د ځان  او ټولو وروڼو لپاره   د اسلام او مسلمانانو د ښه خدمت کولو توفیق غواړو.

والسلام

ستاسوددعاپه هیله

امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور

۱۴۳۶/۱۰/۲۹هـ ق

۱۳۹۴/۵/۲۳هـ ش ــ 2015/8/14م

Related posts