جولای 23, 2019

هلمند: سنګین کې مهمه پوسته فتح ۹ پولیس قتل ګڼ مهمات غنیمت شول

هلمند: سنګین کې مهمه پوسته فتح ۹ پولیس قتل ګڼ مهمات غنیمت شول

دهلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ نه په یوه تازه رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : بیګاه شپه ۳ بجې دعزم عملیاتو په لړکې دیادي ولسوالۍ بازارته څیرمه دشینغزیانو په سیمه کې   دګوډاګي پولیسو په مهمه پوسته دمجاهدینوله لوري پراخ وسلوال بریدترسره شو

بریدچې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو ترسهاره پوري یې دوام وکړ

دبریدپه پایله کې پوسته په بشپړه توګه فتح اوپکې میشت ۹ تنه پولیس   وژل شوي پاتي نوریې په تېښته بریالي شوي

د۶ تنه وژل شویو پولیسو جسدونه اوس هم په پوسته کې پاتي دي

همداراز سیمي ته دکومک په موخه راروانو عسکرو یوه شوبله دخښ شوي ماین په مټ والوزول شوه چې په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره ګوډاګیانوته مرګ ژوبله اوښتي

په پوسته کې ددښمن ۳ ثقیلان ، ۷ کلاشنکوفونه ، یو راکټ ، ۱۴۰۰۰ دثقیل اوکلاشنکوف مرمۍ ، لس پیره دراکټ مرمۍ ، اونورډول ډول مهمات غنیمت شول

دبریدپه مهال ۲ تنه مجاهدین زخمیان اویوبل دشهادت لوړمقام ته رسیدلی ، تقبله الله

2015/8/14

Related posts