اکتوبر 22, 2019

دچین منځګړیتوب

دچین منځګړیتوب

عبید ـ تنویر

دافغانستان په موضوع کې دچین ورستی دلچسپي ، چې نوموړی هیواد غواړي ان دکابل او طالبانو ترمنځ ثالثي او منځګړیتوب وکړي ، درسنیو اوسیاسي حلقو ترمنځ یوه توده اودبحث وړ موضوع ګرځیدلي ده .

چین ته داشرف غني له سفر ورسته چې دتیرکال دنوامبر په میاشت کې ترسره شو ، دچین دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هیواد ته یې له قطر څخه دطالبانو یوپلاوي هم سفر کړی او له هغوسره یې دافغانستان په موضوع اودسولې په لارو چارو خبری کړي.

طالبانوهم څه موده ورسته دیوې اعلامیی په ترڅ ومنله چې چین ته یې پلاوي سفر کړی ، خوداچې په سفرکې دې دکابل اوطالبانو ترمنځ دخبرو دزمینه سازی اوپه دې برخه کې دچین دمنځګړیتوب ترحده رسیدلي وي ، داعلاميی په خبره دغسي کوم توافق نه ترسره شوی او نه یې هم په اوسنیو شرایطو کې امکانات شوني بریښي .

داچې طالبان دچین دمنځګړیتوب ولي په اوس وخت کې منتیج او ګټور نه بولي ، په هغه به ورسته بحث وکړو، ولې مهمه پوښتنه دلته داده چې هغه کوم عوامل او وجوهات دي ، چې نوموړی هیواد دافغانستان په روانو حساسو شرایطو کې دیوه داسې مهم رول لوبولو ته مټي بډ وهلي   چې لدې وړاندې ترې ددغه ډول ګام اخیستلو توقع نه کیده ، ځکه دافغانستان په باب دچین سیاست تل مبهم ، مغلق او بې پري پاتي شوی.

په هرصورت ، چین دافغانستان یوداسې ګاونډی هیواد دی ، چې څه دپاسه ، ۷۶ کلومتره مربع ګډ سرحدسره لري ، داسې سرحد چې ټول په غرونو اوتل په واورو اویخ پوښلی وي ، دافغانستان اوچین ترمنځ دتاریخ په اوږدو کې حسنه روابط پاتي شوی ، تردې چې کله په افغانستان سره ښکیلاک یرغل راوړ ، چین دافغانانو لورته ودرید اودافغان مجاهدینو مرسته یې وکړه .

دغه ډول ویل کیږي چې چین له امریکايي یرغل سره هم په ټوله معنا نه وو موافق ، امریکایانو زیاتې هلې ځلې وکړي چې چین په پوځي میدان کې له ځان سره مصروف کړي او دافغانستان په جګړې کې چینايي عسکر هم برخه واخلي ، خو چین په افغانستان کې په خپل بې پرې سیاست تینګار وکړاوهرډول پوځي بوختیایې رد کړه .

ددې ترڅنګ چین په افغانستان کې دامریکاله اوږد مهالي شتون اوپه خاص ډول د پوځي اډو   په جوړیدوهم لکه دنورو ګاونډیو هیوادونو په څیراعتراض لري اودسیمي لپاره يې بې ګټي اوحتی مضري بولي.

خو چین داسې هم نده چې دتیرو ۱۴ کلونو په اوږدو کې یې صرف ننداره کړي او په افغانستان کې یې کوم رول ندی درلودلی ، چین دامریکا، غرب او ناټو برخلاف چې هغوئ مهلکه جګړه پرمخ بووله او خپلې لښکرې یې پکې خاورې کولې او هم یې دپرمختللي اقتصاد ډانچه   ویلي کوله ، چین په ډیرمهارت په دغه میدان کې دخپل تجارت ، صنعت اوفني ځواک اسونه ځغلول اودچاخبره زیرمي یې کولې .

چین   دافغانستان ترټولو دقیمتي پروژي ( دلوګر مس عینک معدن ) داستخراج اوهم دافغانستان په شمال کې دامو دبرخي دګازو او تیلو دپلټني قراردادونه چې ټاکل شوي ، نوموړی هیواد پرې لسګونه میلونه ډالر   ولګوي لاسلیک کړي دي .

په هغو سربیره ، چین هرکال په افغانستان کې د۲ ملیارده ډالروپه لګښت چې دکابل رژیم دټول کال نیمايي بودیجه ترې جوړیږي ، په بیلابیلو برخو کې یې سرمایه ګزاري کړي   اوکوي یی اوورځ تربلې ورته وده ورکوي .

لدې علاوه ، چین غواړي اسیااو اروپاته دوریښمو تاریخي لار چې تجارت یې چین ته د۲۱ قرن داقتصاد ډانچه ښکاري اوپه دغه لار کې افغانستان حیاتي اهمیت لري ، بیااحیااو ژوندي وګرځوي .

دا اودیته ورته نورې ګڼي اقتصادي پروژي دي چې چین یې په افغانستان اویادافغانستان له لاري پرمخ بیول او پلي کول غواړي اوداپه هغه صورت کې شونتیالري، چې په افغانستان کې امنیت اوثبات حاکم وي او یوه مستحکمه اداره په کابل کې موجوده وي .

چین پوهیږي او دافغانستان په اړه کافي مطالعه اوتجربه لري ، چې دافغانستان په ثبات او استحکام کې طالبان څومره اهمیت او ارزښت لري ، چین تنها دلوګر دمیس عینک په پروژه چې نیږدې لس کاله یې په قرارداد تیرشوي   اوپه میلونو ډالر ترینه دکابل غلو او داړمارو چارواکوو په دې پلمه ووهل چې دوی به دنوموړي پروژي امنیت خوندي کوي   ، خو داچې دنوموړي معدن ګردچاپیرې سیمي ټولې دطالبانو په ولکه او دهغو دنفوذ په ساحه کې راځي کار یې همداسې په ټپه اوځای پرځای ولاړ دی اودامنیتي ملحوظاتو له وجې چینايی کمپنی بنیادي فعالیت نشي کولای .

له همدې امله ویلای شو چې که چین په افغانستان کې دامن اوثبات لپاره عملي هلې ځلې ونکړي ، نودچین ټولي اقتصادي پروژي له نیمګړتیاواو سقوط سره مخ کیدای شي .

داچې طالبان ولې په اوسنیو شرایطو کې دچین منځګړیتوب مفید اوعملي نه بولي اودچین په څیر په یو داسې قوت چې اوس په اقتصادي میدان کې دنړۍ سپرپاور دی ، ثالثي ته   یې زړه نه ښه کوي اویاپرې قانع ندي ، ښايي هغوی ورته خپل دلایل او توجیهات ولري.

ولې زما په اند کوم شی چې اوس ډیرواضح او ښکاره دی ، هغه دادي چې که امریکا اوناټو په افغانستان کې دخپل جنګي ماموریت ختمیدا ته هرنوم اوبرغولی ږدی ، هغه دوئ پور ې اړه لري ، خو طالبان اوقاطع عام ذهنیت ټول دامني اوپرې باوري دي ، چې امریکا اوناټو نور دطالبانو په مقابل کې تاریخي شکست خوړ لی او بیا شوني نده چې امریکايي عسکر دطالبانو په وړاندې مخامخ جګړې ته راشي ، په عین حال په کابل کې موجود رژیم هم چې تردو غوږونو پورې له فساد څخه ډک او په سرکې یې معلوم الحاله مفسد بانډونه قرار لري ، طالبان ځان پرې   غښتلي او په ولس کې   دمحبوبیت کچه ترې لوړه بولي .

طالبانو په کراتو داخبره هم کړي چې دکابل رژیم هیڅ ډول صلاحیت نلري چې ورسره تفاهم وشي او کړي ژمني عملي کړای شي ، ځکه اوس هم دنوموړي ادارې وړې اولوي ټاکني امریکایان کوي او دسیاست بنسټونه یې هغوئ طرحه اوډیزاینوي   ، نوکه فرضاُ چین دطالبانو اوکابل ترمنځ ثالثي کوي ایا ددې خبري تضمین ورکولای شي ، چې امریکایان به هغه ومني او درناوی به یې وکړي ؟

ددې ترخوا دطالبانو یو مهم شرط اوټینګار همیشه داراغلی چې دامریکایانو له هیڅ وړې او لویی پوځي اډې سره موافقه نلري ، نه پوهیږو چې چین په دې برخه کې څومره ډاډ لري او که په ډانګ پیلي توګه ووایو څومره تضمین وړاندې کولای شي ؟

که چین په دغسې یوقوي اوډاډمن حالت اوموقف کې وي او له امریکایانو څخه اطمنان ولري ، نوبیا که دمنځګړیتوب میدان ته راووځي ، ښايي هڅي به یې   مفیدي او کیدای شي دطالبانو توجه هم ځانته جلب کړي .

پاتې شوه داشرف غني دولت ، هغه خو افغانانو ته دکرزي له اداري   هم کمزوري بریښي ، چې لنډ مثال یې دهغه کابینه ده ، چې دڅلورو میاشتو چنواولالهاندیو باوجودهم یې هم دومره   صلاحیت اواهلیت پیدانکړ چې خپلې ادارې ته   کابینه جوړه کړي ، یوڅوک چې دکابیني په جوړښت کې له دومره تزلزل او بې کفایتی سره مخ وي ، نو هغه به چین غوندي یو هیواد ته څه ډول ډاډ اوباور ورکړي؟

Related posts