نوومبر 21, 2019

په پلخمري او مرکزي بغلان ولسواليو کې ۲۵ عسکر قتل ۹ ټپيان شول

په پلخمري او مرکزي بغلان ولسواليو کې ۲۵ عسکر قتل ۹ ټپيان شول

له پرون سهار راهیسې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ په قرغان تپه سیمه کې په مزدورو عسکرو او پولیس پراخ بریدونه ترسره شول.
په نتیجه کې يې دپلخمري ولسوالۍ د قره خان کلی، علي خواجه بیس او د تپې دسر پوسته  په بشپړ ډول له دښمن څخه فتحه شول، ۱۳عسکر مړه  او ۹ تنه مرګوني ټپيان شول.
۴ زغروال ټانکونه ویجاړ او ۱ټانک چې دهشکه ورباندې نصب وه ورسره ډيره نوره وسله غنیمت شوه او د دښمن د ۴تنو مړو جسدونه په سیمه کې پاتې شول.
په یاده نښته کې ۲تنه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل او ۶تنه نور ټپيان شول.
بل پلو پرون ورځ د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند سیمو کې هم ددښمن په قطارونو بریدونه ترسره شول چې ۹ موټرتخریب او ۱۲پولیس او عسکر په کې ووژل شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ویندوی
۱۴۳۶/۱۰/۲۷هـ ق
۱۳۹۴/۵/۲۱هـ ش ــ 2015/8/12م

Related posts