نوومبر 22, 2019

دموسا کلا په لنډۍ ناوه کي یوه پوسته فتحه د ۲ قوماندانانوپه شمول ۹عسکر قتل شول

دموسا کلا په لنډۍ ناوه کي یوه پوسته فتحه د ۲ قوماندانانوپه شمول ۹عسکر قتل شول
برایي د( عزم ) دګړندیو عملیاتو په ترڅ کي دهلمند ولایت دموسا کلا ولسوالۍ دلنډۍ ناوې دګورجت په سیمه کي دلویې لارې پر سر پرته پوسته چي له څو ورځو را پدیخوا ورته مجاهړینو دتسلیمیدلو اختار ورکړی وو خو دوی ونه منله نو مجاهدینو ورباندي برید پیل کړ چي نوموړې پوسته له نيم ساعته جګړې وروسته په بشپړ ډول فتحه شوه چي د دوو قوماندانانو قوماندان صدیق چي په حاجي لا لا مشهور وو او قوماندان وطن دوست په شمول پکي ۹ مزدور عسکر ووژل شول او نور عسکر یې وتښتیدل باید یادونه وکړو چي دقوماندان صدیق مړی دا مهال دګنج په سیمه کي پروت دی او خلک یې ننداره کوي په دې جګړه کي له ډارن دښمن نه ۲ثقیلان ، یو راکیټ ،۸ کلاشنکوفونه  ،یوه امریکایي تو پنګچه ، یوه لویه مخابره  ۳ موټر سائکلان او په زیاته اندازه جنګي مهمات  په غنیمت ونیول شول  او مجاهدین الحمد لله جوړ او روغ دي ۰
قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
۱۴۳۶/۱۰/۲۷ هق 2015/8/12 م

Related posts