جولای 23, 2019

مرکزي بغلان ۹ موټر تخريب او ۱۲ عسکر ووژل شول

مرکزي بغلان ۹ موټر تخريب او ۱۲ عسکر ووژل شول

د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دښمن په کاروان پراخ وسلوال بريد ترسره شو.

د خبر په اساس په کاروان د يادې ولسوالۍ په چهارشنبه تپه بندر سيمه کې نن غرمه ۱۲ بجې بريد وشو چې بيا د کومک لپاره ګڼ نو عسکر هم راغلل او له هغو سره هم خونړۍ نښته ترسره شوه.

په نښته کې سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او تر ناوخته يې دوام درلود.

د دې اوږدمهالي نښتې په ترڅ کې ۴ اکمالاتي ټيلر او ۵ رينجر موټر تخريب شوي، په دې سربېره ۱۲ تنه پوليس او اربکيان وژل شوي او د قومندان سرباز په ګډون ۸ نور مرګوني ټپيان شوي دي.

2015-08-11

Related posts