جنوري 18, 2020

هرات کي دوه تنه ماشومان وژل شوي

هرات کي دوه تنه ماشومان وژل شوي

په هرات ښار کي دوه تنه ماشومان چي یوه يې یونیم کلنه نجلۍ او بل يې لس کلن هلک دی وژل شوي دي
دهرات دمرکزي روغتون ډاکټرانو ویلي، چي دوی ته نن دهرات دښار له ګازرګا سيمي څخه ددغو دوو تنو ماشومانو جسدونه وروړل شول
ویل شوي، چي دلس کلن ماشوم سر ورڅخه غوڅ شوی او نجلۍ په وهلو او په ځمکه له ویشتلوڅخه مړه شوې ده
دهرات دمرکزي روغتون ویاند محمدرفیق شيرزي ویلي، چي طبي څيړنو ښودلې، چي لس کلن ماشوم له دې وړاندي چي سر يې غوڅ شي ساه ورکړې وه
يوې خبري سرچینې خبر ورکړی، چي دغه پېښه دشخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده
ویل شوي، چي قاتل ددغو ماشومانو تر وژلو وړاندي ددې ماشومانو کورنۍ ته دمرګ ګواښونه کړي وو.
احمدظريف

Related posts