اکتوبر 22, 2019

له شرابیانو وروسته اوس چرسیان په هلمند بخت ازمویي

له شرابیانو وروسته اوس چرسیان په هلمند بخت ازمویي

خبر دی چې له وړمې ورځې راهیسې د عین او غین د رژیم  چرسي اردو د هلمند په ځینو سیمو کې عملیات پیل کړي دي ،هلمند هغه ولایت دی چې تیره لسیزه د حق او باطل  د یوې عبرتناکې معرکې ډګر و، ددې ولایت په ساره او اوږده کې د نړۍ  تر ټولو مجهزو او ځواکمنو پوځونو خپل  ضربتي  ځواک وازمویه، له پرنګي پوځ نیولې بیا تر امریکایي اردو، له ډنمارکیانو،بلغاریایانو،هالنډیانو  او بالتیکي  پوځیانو نیولې بیا د ګرجستان  تر اجرتي قاتلانو پورې … خو دا  د الله تعالی نصرت او دهلمندي اولس د ایمان زور  و چې په وړاندې یي دنړۍ  هر کبرجن یرغلګر سرکوزی شو، د نړۍ هر رنګ کفري بیرغ یي په وړاندې نسکور او  دهرې پایې جنرال او نظامي ډګروال یي  د باعزمه  جهاد په وړاندې  سلامي شو.

د نړۍ مستکبرو یرغلګرو د هلمند له لس کلنې معرکې عبرت واخیست نوځکه یي د زمریالیو له دې وادي خپل عسکر ورټول کړل،مګر د تعجب وړ دا ده هغه څه چې د داخلي ټوپکیانو بادار ترسره نه کړل اوس یي کرایي جګړه مارانو  ترسره کولو ته مټې رابډوهلي دي .

هوکې ، له پرون راهیسې مطبوعات وایي چې  د مختلط رژیم  مرتزقه ټوپکیانو  دهلمندپه سنګین  او ځینو نورو سیمو کې عملیات پیل کړي دي ، رسنۍ تبلیغوي  چې  په دې عملیاتو کې چرسي عسکرو  ځیني لاسته راوړنې  ترلاسه کړي دي ، خو د جګړې له سیمې  رښتیني معلومات  ښيي چې د  کرایې اردو  په هر استقامت دروند شکست خوړلی او لاهم په ځینو سیمو  کې د مجاهدینو په انفجاري  دامونو کې بند پاته دي .

د هلمند د نوې جګړې  وروستۍ پایلې شاید څو ورځې وروسته معلومي شي  خو هغه څه چې  د هلمند  دتیرو کلونو جګړو ته په پام سره یي اټکلولای شو ، دادي چې  دالله تعالی په مرسته به د تیر غوندې دا ځل هم د کفر او نفاق  جګړه ماران د ایمان د ساتونکو په وړاندې  عبرتناک شکست خوري .

د غرب مرتزقه توپکیان دې هیڅکله دا فکر نه کوي چې په کوم بې وارثه او بې څښتنه وطن یي هجوم وروړی دی ، دا خاوره د شهیدانو په وینو لمبیدلې او ددې خاورې بچیانو  د درستې نړۍ کفر ته خپل د ایمان ځواک ثابت کړی دی .

محلي مرتزقین  دي په هغو ډګرونو  خپل تور بخت نه ازمویي چې باداران یي په کې ناکام شوي دي ، دوی باید له دې عملیاتو وړاندې یوځل له جنرال مکنیل، مک کرسټل، ډیویډ پیټراییس  او پرنګي جنرال ریډ بټلر څخه پوښتلي وای چې له هلمند څخه کومې خاطرې لري او په دې سیمه کې عملیاتو ورته کومې پایلې درلودلی دي .

زموږ باور دی چې  دتیر په شان به دا ځل هم په هلمند کې دحق په وړاندې د باطل ټوپکماران شکست خوري او ځوړند سرونه به  د تیښتې لاره نیسي . و ماذالک علی الله بعزیز

Related posts