اګست 22, 2019

قاهره کي موټر بم چاودني دمصر لوی څارنوال وژلی

قاهره کي موټر بم چاودني دمصر لوی څارنوال وژلی

دمصر په پلازمینه قاهره کي ددغه هیواد دلوی څارنوال هشام برکات په موټریز کاروان موټر بم چاودنه شوې، چي په ترڅ کي يې برکات له خپلو ساتونکو سره وژل شوی دی.

دشرق الاوسط خبري اژانس دمصري چارواکو له قوله خبر ورکړی، چي هشام برکات دخپلي دندي په لوري روان وو، چي دقاهرې دنوي مصر په عماربن یاسر واټ کي يې په کاروان چاودنه وشوه.

په لومړیو کي مصري چارواکو ویلي وو، چي هشام برکات له خپلو یوشمېر ساتونکو سره په چاودنه کي ټپي شوی، چي په پوځي روغتون کي تر درملني لاندي دی.

په جيزة کي دولسي مقاومت ډلي ویلي، چي برید ددوی له لوري ترسره شوی دی، دغې ډلي ویلي، چي دهشام برکات کاروان يې دنوي مصر په سیمه کي دهغه دکور په څنګ کي په نښه کړ.

دولسي مقاومت ډلي ویلي، چي په چاودنه کي دهشام برکات او ورسره دوه نور ګاډي ویجاړ شوي دي.

داناتول خبري اژانس ویلي،  چي  چاودنه ډیره ستره وه، چي له امله يې په سیمه کي ۱۰ موټرونه ویجاړ شوي دي.

مصري چارواکو ویلي، چي چاودنه دهغو چاودېدونکو توکیو له امله رامنځ ته شوه، چي په یوه ګاډي کي ځای په ځای شوي وو اودعماربن یاسر واټ ته دهشام برکات له رارسيدلو سره سم چاودنه ورکړل شوه.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دیوې ستري چاودني غږ يې واوریدو، چي وروسته یې په سیمه کي ګڼ شمېر موټرونه ولیدل، چي اورونه پرې بل وو.

دعیني شاهدانو په وینا، چي ترچاودني وروسته یې په سیمه کي دیوشمېر کسانو جسدونه ليدلي دي.

هشام برکات چي په ۲۰۱۳ کال کي په مصر کي تر پوځي کودتا وروسته دمصر دموقت ولسمشر عدلي منصور له لوري دلوی څارنوال په توګه وټاکل شو، تراوسه په خپله دنده پاته وو.

هشام برکات دمصریانو په  نیولو او زنداني کولو کي مهم رول درلود.

احمدظريف

Related posts