اګست 22, 2019

امریکایانو په پروان کي دپخواني قومندان په کور برید کړی

امریکایانو په پروان کي دپخواني قومندان په کور برید کړی

 امریکايي ځانګړو ځواکونو تیره شپه دپروان ولایت دمرکز اړوند په بایان سیمه کي دپخواني قومندان جان احمد په کور چاپه اچولې او دهغه دوسلو ډيپو يې ور الوځولی دی.

راپورونه وايي، چي تیره شپه درې بجې امریکايي ځانګړو ځواکونو دجمعیت دپخواني قومندان جان احمد په کور او ډيپو چاپه واچوله او ډيپو يې ور والوځاوو، چي له امله یې ډیره ستره چاودنه رامنځ ته شوه.

دچاودني له امله په سیمه کي مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دجان احمددوسلو زيرمي ته تر چاودني ورکولو وروسته په سیمه کي دجان احمد دوسله والو کسانو او امریکايي ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، چي دمرګ ژوبلي په اړه یې څه ویل شوي نه دي.

دسیمي خلکوویلي، چي دامریکايي پوځیانو چورلکي دعملیاتو په ترڅ کي په کروندو کي ښکته شوي دي، چي له امله يې دخلکو کښتونه زیانمن شوي دي.

 له سیمي دامریکايي پوځیانو تر تللو وروسته  سهار دجان احمد وسله وال چي په درندو او سپکو وسلو سمبال وو دچاریکارو چوک ته راووتل او تر څه ځنډ وروسته بیرته له سیمي ولاړل.

جان احمد چي دجمعیت پخوانی قومندان او درژیم ملاتړی دی اوس هم په سیمه کي ملېشې لري.

راپورونه وايي، چي نن سهار دجان احمد شاوخوا ۳۰۰ ملاتړو دامریکايي پوځیانو دعملیاتو په ضد په چاريکارو کي لاریون ترسره کړی دی.

لاریون کونکو لویه لاره چي مرکز کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي دترافیکو په مخ تړلې او دامریکایانو په ضد شعارونه ورکوي.

 احمدظريف

Related posts